د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پروفیسر اسماعیل او کورنۍ یې مقدمه بې بنیاده ده: اېډوکېټ فضل الهي


د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل
د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل

د بشري حقونو کارکونکې او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار پروفیسر اسماعيل خان وايي، د سپټمبر پر ۳۰ مه د پېښور ترهګرۍ ضد عدالت پر ده، د ده پر لور ګلالۍ اسماعيل او مېرمن فرد جرم لګولی چې له ۲۰۱۳ م تر ۲۰۱۵ م کاله دوی ته له هنده د ترهګرو فعاليتونو لپاره پيسې راغلې وې خو نوموړی وايي دا تورونه بيخي بې بنياده دي.

نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې لور یې د ويښو نجونو (اوېر ګرلز) په نوم ناحکومتي سازمان ته د اسيا سېف ابورشن اتحاديې لخوا د ۲۰۱۳ ز او ۲۰۱۵ ز کلونو په موده کې نېږدې پنځه زره ډالره مرسته ورغلې وه.

دی وايي د هغې ادارې مرکزي دفتر په نوي ډيلي کې دی چې په ټولو اسيايي هېوادونو کې يوشمېر ناحکومتي سازمانونو ته مالي مرستې ورکوي او دوی ته يې هم د پاکستان د سرکاري بینک له لارې پيسې ورلېږلې وې چې دارنګ پر دې د سيمې د ښځو لپاره د خېرښېګڼې کارونه وکړي.

پروفیسر اسماعيل وايي ده ته له دې کبله سزا ورکول کېږي چې دی د ګلالۍ اسماعيل پلار دی او ګلالۍ د پاکستانیو استخباراتي ادارو پر ناسمو کارونو نيوکې کوي.

د پروفیسر اسماعيل وکيل فضل الهي اېډوکېټ مشال رېډيو ته وويل چې د پروفیسر اسماعيل او د هغه د کورنۍ خلاف مقدمه بې بنياده ده.

د ده په وینا دا ځکه چې د ګلالۍ اسماعيل ناحکومتي سازمان، اوېر ګرلز ته پېسې له قانوني لارو ورغلې دي او له دوی سره پوره ثبوتونه دي چې دغه پيسې په کومو کومو ځايونو کې لګېدلې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن يو مخکښ ای اې رحمان هم مشال راډيو ته وويل چې د ګلالۍ د کورنۍ تنګول له بشري حقونو سرغړونه ده او دوي به دا مسله راپورته کوي.

ده وویل، " زموږ سازمان به د پروفیسر اسماعيل د حقونو دفاع کوي او زه به دا مسله د خپل تنظيم له غړو سره راپورته کوم او موږ به ضرور له هغه سره درېږو."

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېشن يا د بشري حقونو د څارنې سرکاري کمېشن د خېبر پښتونخوا څانګې موقتي مشر رضوان الله شاه مشال راډيو ته وويل چې دوي ته پر دې اړه هېڅ معلومات نشته او چې کله هم پروفیسر اسماعيل له دوی سره خپلې ستونزې شريکې کړي نو دوی به يې ضرور پارلېماني غړو او نورو اړونده چارواکو ته رسوي.

موږ د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيرين مزاري، د خېبرپښتونخوا د بشري حقونو او قانون وزير سلطان محمد خان او نورو اړونده چارواکو ته په لسګونه وارې فون وکړ خو هغوي هېڅ ځواب رانکړ.

د يادونې ده چې د ښځو حقونو په فعالې ګلالۍ اسماعيل د ۲۰۱۹ز کال په مې مياشت کې د پاکستان پوليسو مقدمه درج کړې وه خو هغه پټه شوه او بيا هم د دغه کال د سپټمبر پر ۱۹ مه نېټه په امريکا کې راڅرګنده شوه.

د پاکستان حکومت ګلالۍ د رياست خلاف په ويناوو او کړنو تورنه کړې وه او پرضد يې د ترهګرۍ مقدمه هم درج کړې وه خو د روان کال د جولای پر دوهمه نېټه په پېښور کې د ترهګرۍ ضد يوه عدالت، په ګلالۍ اسماعيل او د هغې پر مورـ پلار له ترهګرو تنظيمونو سره د مالي مرستو په تور جوړه کړې مقدمه د ثبوتونو نه لرلو په بنياد ختمه کړه.

خو پر دې او مور پلار یې دغه مقدمه له نوو تورنو سره اوس بيا لګېدلې ده.

ګلالۍ اسماعيل د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ده. هغې د ويښو نجونو په نامه د ښځینه حقونو د دفاع لپاره يوه اداره هم جوړه کړې او ګڼې نړیوالې جايزې يې هم اخيستې دي.

نوموړې په دا وروستيو کې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې ډېره فعاله وه او د لا درکه کړل شوو کسانو لپاره يې په جلسو کې د رياست په پاليسيو نيوکې کولې.

امريکا ته تر رسېدو وروسته يې له مشال راډیو سره په مرکه کې وويل چې اوس به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG