په روس کې د الېکسي ناولني پلویانو پر خپلو ملاتړو غږ کړی چې د فېبروۍ پر دویمه دې په مسکو کې د هغه عدالت پر وړاندې راټول شي چېرته چې د دغه بندي مخالف سیاستوال د قضیې اورېدنه کېږي.
په پراخه کچه داسې ګڼل کېږی چې دا کیس سیاسي انګیزه لري.
د مسکو په عدالت کې دا اورېدنه وروسته له هغې کېږي چې لسګونو زرو روسي وګړو د تېرو دوو اونیو د پای په ورځو کې د فساد ضد کمپاین کوونکی الېکسي ناولني په ملاتړ مظاهرې وکړې.
د دغو مظاهرو پر مهال پولیسو ځیني وخت له تشدده کار اخېستی او د الېکسي ناولني د مېرمنې یولیا په ګډون یې د ناولني ګڼ ملګري نیولي دي.
د الېکسي ناولني د ډلې غړو د فېبروۍ پر لومړۍ نېټه پر ټولنیزو رسنیو کې پر خلکو غږ وکړ چې د هغوی له مرستې پرته به د چارواکو د بې قانونۍ سره مقابله ګرانه وي.
۴۴ کلن الېکسي ناولني د جنورۍ پر ۱۷مه له جرمني څخه د ستنېدو پر مهال نیول شوی و.
پر نوموړي تور دی چې د ځنډول شوي قید له شرایطو یې سرغړونه کړې ده.