د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار دیني عالمانو د عباس ستانکزي څرګندونې وغندلې


د ننګرهار دیني عالمان
د ننګرهار دیني عالمان

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره اوونۍ په روسیه کې رسنیو ته ویلي ول، که افغان ولسمشر محمد اشرف غني استعفا ونه کړي، دوی اوربند نه کوي.

د نوموړي دا څرګندونې پر افغان دولت سربېره، افغان ولس او یو شمېر نړیوالو هيوادونو غندلي او له طالب استازو يې غوښتي چې تاوتریخوالي کم او اوربند ته غاړې کېږدي.

د عباس ستانکزي د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو غونډې او لاريونونه هم کړي دي.
د فبروري په لومړۍ نېټه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د غونډو تالار ته د ديني عالمانو او د بېلابېلو قومونو یو شمېر استازي ورټول شوي ول او د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې يېد عباس ستانکزي څرګندونې وغندلې.

د ننګرهار د دیني عالمانو شورا مشر مولانا حبیب الله جلال اباتي په دې خبري ناسته کې وویل:

''د افغانستان دښمنانان غواړي چې دا ملک له یو بل لوی ناروین سره مخ کړي. موږ د ننګرهار ولایت او د مشرقي زون ټول دیني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان د دې دسیسې د شنډولو په موخه راټول شوي یوو. د افغانستان دښمنانان غواړي چې دلته يوه موقته اداره جوړه شي. موږ هيڅکله موقته اداره نه منو، ځکه چې موقتې ادارې په افغانستان کې ښه نتیجه نه ده ورکړې. موقته اداره زموږ د ملي هوبت، د خاورې د تمامیت او خپلواکۍ پر وړاندې يوه دسیسه ده. په تېرو نولسو کلونو کې موږ د يوه نظام خاوندان شوي یوو. موږ هرګز نه غواړو چې د پخوا په څېر د اوسني نظام لاسته راوړنې له خارو سره خاورې شي.''

دې خبرې ناسته کې د حصارک ولسوالۍ قومي مشر محمد نعیم ولاړ په روسیه کې د عباس ستانکزۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې.
نوموړي وویل: ''د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال چې کومې څرګندونې په ماسکو کې کړي، هغه افغانانو ته د منلو وړ نه دي. افغان ولس جمهوريت غواړي، له جمهوریت نه دفاع کوي او د ولسمشر محمد اشرف غني استفا د افغانستان د ملي ګټو په زیان بولي. موږ نه غواړو چې د بنین سیوان کامه طرحه یو ځل بیا په افغانستان کې تکرار شي. څلور لسېزي وشوې چې افغان ولس د نیابتي جنګونو ښکار دی. دا جنګ زموږ نه بلکې پردی دی. د افغانستان خلک سوله غواړي او سوله يې مسلم حق دی.''

د کوټ ولسوالۍ د مومندو قوم په استازولۍ محمد نبي اعظمي دې خبري کنفرانس ته وویل، افغانستان کې د جنګ دوام په ۱۹۹۰ ز کال کې د موقتې ادارې محصول دی.
نوموړي وړاندې وویل: ''موږ د تېرو جنګونو ترخې تجربې لرو. موږ هغه وخت له کورني جنګونو سره مخامخ شوو، کله چې ډاکټر نجیب الله د نړيوالو په غوښتنه استفا ورکړه، موقت حکومت رامنځته شو او نظام مو ړنګ شو. موږ باور لرو چې له موقت حکومت سره زموږ نظام له منځه ځي، زموږ ملي اردو له منځه ځي او زموږ د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې له منځه ځي. دا افغانانو ته د منلو وړ نه ده. طالبانو ته په کار ده چې اوربند ته غاړې کېږدي.''

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د عباس ستانکزي څرګندونې د غونډو او لاريونونو په تر سره کولو سره غندلي او په کابل کې د اروپايي اتحاديې استازولۍ لخوا د جنورۍ په ۳۱ مه خپره شوې اعلامیه کې هم ویل شوي: [ موږ له طالبانو توقع لرو چې له خپلو خلکو سره د ملاتړ په ښودلو تشدد بس کړي] په دې اعلامیه کې د اروپايي اتحاديې او د ناټو پر ملکي استازولۍ سربېره امریکا، بریتانیا، استراليا، کاناډا، فرانس، جرمني، ډنمارک، فنلینډ، چک جمهوریت، هالنډ، سپین او سویډن نومونه راغلي چې پر افغانانو يې بریدونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG