د افغانستان لغمان ولایت مرکز او ولسوالیوو لسګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د یوې غونډې او لاریون په تر سره کولو سره د افغانستان د اوسني نظام، اساسي قانون او جمهوریت ملاتړ وکړ.
دا غونډه چې د جنوري په ۳۱ مه نېټه جوړه شوې وه او تر هغې وروسته یې ګډونوالو لاريون هم وکړ.
په غونډه کې قومي مشر حاجي شامرد په خپلو خبرو کې وویل د افغانستان اوسنی نظام بشپړ اسلامي دی، د ولس په خوښه رامنځته شوی او ولسمشر هم د ولس په رایه ټاکل شوی. ((موږ هیچا ته ددې اجازه نه ورکوو چې د هیواد د ولسمشر د لرې کیدو یا د نظام د ختمیدو لپاره وغږیږي. موږ د خپلو رایو دفاع کوو، له وسله والو طالبانو غواړو چې سولې ته زمینه برابره کړي نه دا چې بې مانا څرګندونې کوي.))
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي تېره اونۍ په ماسکو کې خبریالانو ته ویلي وو چې ولسمشر غني دې استفا ورکړي. افغان حکومت دا غوښتنه رد کړې ده.