د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له کورونا نور ۳۴ کسان مړه شوي، واکسين وررسېدونکي دي


اپرېل ۲۰۲۰: په اېبټ اباد کې ډاکټران له کورونا وایرسه د مړه شوي تن مړی ليږدوي
اپرېل ۲۰۲۰: په اېبټ اباد کې ډاکټران له کورونا وایرسه د مړه شوي تن مړی ليږدوي

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا وایرسه، نور څلور ديرش کسان مړه شوي. په دې سره په دې ملک کې له دې وايرسه د ټولو مړو شویو شمېر يولس زره شپږ سوه اوو پنځوس (۱۱۶۵۷) ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د جنورۍ تر ۳۱مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر پنځه لکه څلور څلوښت زره اته سوه دريالسو ته رسيدلی دی.

په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس نزدي شپاړس سوه مثبت کېسونه ریکارډ شوي دي. خو له کوويډ۱۹ ناورغۍ نیزدي پنځه لکه کسان بېرته رغېدلي هم دي. دا وخت په پاکستان کې د کوويډ۱۹ فعالو کېسونو شمېر دري ديرش زره ده.

واکسين کله تر خلکو رسېږي؟

د پاکستان حکومت وایي، د فرورۍ لومړۍ نېټې څخه په هېواد کې د کورونا وایرس واکسینو ورکولو کمپاين پېلوي. چارواکي زیاتوي، چینایي کمپنۍ ساینو فام د پنځه لکه واکسینو ورکولو ژمنه ورسره کړې ده چې لومړنی خوراک به یې د جنورۍ پر ۳۱مه دغه هېواد ته ورسېږي او پر دې سربېره به له یوې بلې چینایي کمپنۍ هم د کورونا وایرس واکسین تر لاسه کوي.

د وزیر اعظم روغتیایي چارو سلاکار ډاکټر فيصل سلطان د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وویل: "ساینو فارم او کېنساینو له کمپنیو سره مو پر واکسینو خبرې په وروستي پړاو کې دي. په دې کې د ساینو فارم کمپنۍ واکسین پينځه لکه خوراکه موږ ته د جنورۍ پر ۳۱مه را رسيږي. دا واکسین په عرب هېوادونو کې هم استعمالېږي چې د کورونا وایرس خلاف له ۸۰ څخه تر ۸۵ فیصده اغېزمن دي. دویم واکسین کېنساینو دی، که د دې نتیجې ښې راوځي نو ۲۰ میلیونه خوراکونه به یې له چینه راغواړو."

تر دې وړاندې په روانه میاشت کې د پاکستان حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره په بېړني ډول د روسي واکسينو "سپوتنيک پينځه" د استعمال منظوري هم ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG