د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس نوې بڼه ۶۰ هېوادونو ته خورېدلې: ډبلیو اېچ او


د سازمان په خبره یوه اوونۍ وړاندې دغه شمېر تر ۵۰  پورې و.
د سازمان په خبره یوه اوونۍ وړاندې دغه شمېر تر ۵۰  پورې و.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کورونا وایرس هغه ډول چې لومړی په برتانیا کې موندل شوی و، اوس لږ تر لږه ۶۰ هېوادونو ته خورېدلې ده.

د سازمان په خبره یوه اوونۍ وړاندې دغه شمېر تر ۵۰ پورې و.

ډبلیو اېچ او د جنورۍ پر ۲۰مه په خپل اوونیز بریفنګ کې وویل چې د کورونا وایرس یو بل قسم چې په جنوبي افریقا کې موندل شوی، باور کېږي چې زیات خپرېدونکی دی او په ۲۳ هېوادونو او سیمو کې رپورټ شوی دی.

د وایرس نویو قسمونو د خپرېدلو زیاتې کچې په داسې حال کې اندېښنې پېدا کړي دي چې هېوادونو پر وایرس د کنټرول لپاره بندیزونه سخت کړي دي.

له دغه وایرسه په نړۍ کې تر دوه میلیونه زیات کسان مړه شوي دي.

د ډبلیو اېچ او په باور په برتانیا کې د کورونا وایرس نوی ډول یو کال وړاندې په چین کې د کورونا وایرس له لومړۍ اصلي بڼې څخه له ۵۰ تر ۷۰ فیصدو په مینځ کې زیات وبايي دی.

امریکا او اروپايي اتحادیه په داسې حال کې د واکسینو کمپاینونه تېزوي چې دواړو خواو ته له کووېډ-۱۹ ناروغۍ شاوخوا څلور لکه کسان مړه شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کورونا وایرس واکسینو پروګرام تېزول د خپلې اجنډې مهمه برخه ګرځولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG