په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې نور ۶۵کسان مړه شوي.
له دې سره هلته له کورونا وايرسه د مړو شویو شمېر ۱۱۶۲۳ ته ورسېد.
د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د جنورۍ تر ۳۰مې سهار پورې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر۵۴۳،۲۱۴ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس۲،۱۷۹ مثبتې پېښې ریکارډ شوي دي.
خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ۴۹۸۱۵۲ کسان بېرته رغېدلي هم دي.
بلخوا د سيند حکومت وايي، د فېبرورۍ له درېيمې به د کورونا وايرس واکسين ورکول پيل کړي.
د سيند حکومت د اطلاعاتو وزير ناصر حسين د جنورۍ پر ۲۹مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د اتوار پر ورځ به د کورونا وايرس واکسين ترلاسه کړي او د فېبرورۍ له درېيمې به د واکسينو لګول شروع کړي.
نوموړي وویل، په لومړي پړاو کې به د روغتيا کارکوونکو ته واکسين ورکوي چې شمېر يې يو لکه ۷۰ زره دی.