د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مظاهرو د روس حکومت اقداماتو اندېښمن کړی یم: بایډن


امریکایي ولسمشر جو بایډن په روس کې د مخالف سیاستوال الېکسي ناولني او د حکومت مخالفو مظاهرو په اړه پر حکومتي ګامونو اندېښنه ښودلې.

جوبایډن چې د ناولني بندي کېدو او په ټول روس کې د ولسمشر پوتین د زیات شمېر مخالفو مظاهره کوونکیو له نیول کېدو دوه ورځې وروسته د جنورۍ پر ۲۵مه خبرې کولې وویل، دې حالاتو اندېښمن کړی دی.

هغه زیاته کړه لا يې فېصله نه ده کړې چې دغو حالاتو ته څنګه ځواب ووایي خو وايي چې هیله من دی چې روس او امریکا به په راتلونکې کې د دوو اړخیزو ګټو لپاره همکاري زیاته کړي.

ولسمشر بایډن وویل چې امریکا او روس د اټومي وسلو د کنټرول په چارو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

ولسمشر بایډن په خپلو خبرو کې په امریکا کې د کمپیوټري نظام په لویه کچه د ماتېدو په اړه هم خبرې وکړې چې پر روسي هېکرانو یې د هېک کولو تور پورې کېږي.

نوموړي وویل، ده اړوندو امنیتي ادارو ته امرکړی چې د روس لخوا طالبانو ته په افغانستان کې پر امریکایي عسکرو د حملو لپاره د پېسو ورکولو په اړه مالومات وکړي.نوموړي وویل، دغه مسله به په هر صورت له روس سره راپورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG