اروپایي ټولنه د روس پرضد د نويو بنديزو تر پريکړې له مخه انتظار کوي چې ايا د دې هېواد حکومت مخالفه سیاسي مشر الېکسي ناولني خوشي کوي او کنه؟
دا په داسې حال کې ده چې د روس خلاف د سخت اقدام کولو غږونه وروسته له هغې زيات شوي چې د تېرې اوونۍ په پای کې د ناولني ملاتړو مظاهرچيانو خلاف پوليسو سخته کاروايي وکړه او زر ګونه مظاهرچيان يې ګرفتار کړل.
د جرمني بهرنيو چارو وزير هېکو ماس د جنورۍ پر ۲۵مه په اروپايي اتحاديه کې له خپلو سياليانو سره تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې دوی پر دې سلا شول چې د عدالتي فيصلې انتظار به کوي او ګوري به چې ايا ناولني به له ۳۰ ورځو وروسته خوشی شي او کنه؟
د اروپايې اتحاديې د بهرنېو چارو پاليسۍ مشر جوزف بورل ويلي چې هغه به راتلونکې اوونۍ ماسکو ته ځي او پر روسيه به زور راوړي چې مظاهرچيان او ناولني خوشې کړي.
نوموړي زياته کړه چې د اروپايي اتحاديې مشران په ۲۵ او ۲۶ مارچ په پلان شوې سرمشريزه کې د روس خلاف په نورو اقدماتو بحث کولای شي.
په عين حال کې ناولني او د هغه ملګري په شا کېږي نه او په دې لټه کې دي چې دې دې مسيلې ته نور شدت هم ورکړي او د نړيوالو پام وروګرځوي.
د ناولني نېږدې ملګري لييا نيد ولکوف د جنورۍ پر ۳۱مه د نویو مظاهرو غږ کړی.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي:" د روسيه ټول ښارونه. د ناولني د ازادۍ لپاره. د هر يو د ازادۍ لپاره او د انصاف لپاره".