د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته په پاکستانيو الوتکو کې د سفر نه کولو ويلي


 ملګرو ملتونو په يوه ياداښت کې کارکوونکو ته ويلي چې د پيلوټانو له خوا د جعلي لایسنسونو د تر لاسه کولو د تحقيقاتو له کبله دې دوی د پاکستاني الوتکو د استعمال په لړ کې  احتیاط وکړي.
ملګرو ملتونو په يوه ياداښت کې کارکوونکو ته ويلي چې د پيلوټانو له خوا د جعلي لایسنسونو د تر لاسه کولو د تحقيقاتو له کبله دې دوی د پاکستاني الوتکو د استعمال په لړ کې  احتیاط وکړي.

ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته په داسې حال کې په پاکستان کې د رجسټر هوايي شرکتونو په الوتکو کې د سفر نه کولو خبرداری ورکړی چې اندېښنې دي چې ښايي ځینې پیلوټان د الوتکو الوځلو وړتيا ونلري.

د ملګرو ملتونو د امنیتي مديريت ادارې (يو اېن اېس اېم اېس) په يوه ياداښت کې، چې پاکستاني رسنيو د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه ترلاسه کړی، خپلو کارکوونکو ته ويلي چې د پیلوټانو له خوا د جعلي لایسنسونو د ترلاسه کولو د تحقيقاتو له کبله دوی ته په پاکستان کې د رجسټر الوتکو د استعمال په لړ کې د احتیاط سپارښتنه کوي.

دا نه ده مالومه چې ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته دا اطلاعيه لېږدولې او که څنګه؟

د پاکستان حکومت د جون په مياشت کې اعلان کړی وو چې ۲۶۲ پیلوټان د دې شک پر اساس له الوتکو الوځولو درولي چې ښايي په امتحانونو کې یې دوکه کړې وي.

حکومت دا اقدام د مې په مياشت کې د يوې الوتکې د پرېوتو تر پېښې وروسته تر پلټنو پس اخیستی وو.

په پېښه کې ۹۷ کسان وژل شوي ول.

د ملګرو ملتونو د دې سپارښتنې معنا دا ده چې په پاکستان کې د سازمان کارکوونکي ان په هېواد دننه هم په الوتکو کې سفر نشي کولای.

د پاکستان دي نيوز ورځپاڼه رپورټ ورکوي چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي کولای شي د تاجکستان سامان اېير، د افغانستان کام اېیر او د ازبکستان اېیروېز کې پاکستان ته سفر وکړي.

په تېره يوه لسيزه کې په پاکستان کې رجسټر څلور الوتکې پرېوتي چې پکې د عملې په ګډون ۴۵۰ مسافران وژل شوي دي.

په مې کې له لاهوره کراچۍ ته روانه الوتکه د کراچۍ ښار په رهایشي سيمه کې پرېوتې وه.

د پاکستان د هغه وخت د هوابازۍ وزير غلام سرور خان دا تور پورې کړی وو چې الوتکه د انساني غلطۍ له کبله پرېوتې او ويلي يې ول چې پيلوټ د پروټوکول يا اصولو په مراعاتولو کې پاتې راغلی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG