د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې یو شمېر پایلټان جعلي اسناد لري: سرور خان


د پاکستان پي اې ای الوتکې (ارشیف)
د پاکستان پي اې ای الوتکې (ارشیف)

پراګ- د پاکستان هوایي چلند وفاقي وزیرغلام سرور خان وايي، د پي اې ای هوايي شرکت په ګډون د دغه هېواد یو شمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پایلټانو کې یاخو ډګریانې جعلي دي او یا یې جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي دا خبره د جون پر ۲۴مه قامي اسمبلۍ ته د پي اې ای هوايي شرکت د نسکورې شوې الوتکې د لومړني راپور مالوماتو ورکولو پر وخت وکړل.

د غلام سرور خان د دغو خبرو وروسته دا یو بحث پيل شوی دی چې په پاکستان کې د مسافر وړونکیو الوتکو پایلټان څنګه د جعلي ډګریانو او یا هم د جعلي لایسنسونو لرلو په صورت کې خپل کار ترسره کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان هوایي ځواک د یو ریټایرډ سکواډرن لېډر او د پروازونو خوندي ساتلو نړیوالې ادارې (فلایټ سېفټي فاونډېشن) یو پخوانی کارکونکی فهد مسود د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، اوس باید په دې اړه پوره پلټنې وشي.

نوموړي وايي، په دې عمل چې پایلټان څنګه جعلي لایسنسونه لرلای شي له تېرې څه مودې پرې خبرې او افواګانې روانې وې خو اوس دا خبره په پارلېمان کې مخې ته راغله.

نوموړي زیاتوي دا چې داسې څنګه کېدای شي نو یوه خبره دا هم ده چې په پخوانیو وختونو کې د پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن) متحده قامي موومنټ او د نورو ګوندونو په مرسته ځینې داسې خلک په پي اې ای او نورو شخصي هوایي کمپنیو کې برتي شوي چې په دې اړه یې زده کړې نه دي کړي.

هغه دا هم وویل، بله دا چې یو پایلټ د تربیت ټولو مراحلو نه دی تېر شوی او لایسنس یې ترلاسه کړی دیې، دا مهمه وجه ده چې اوس د جعلي لایسنسونو خبره زیاته مخې ته راغلې ده.

فهد مسود وایي، په پاکستان کې د دولسم جماعت وروسته د پایلټانو روزنې پیلېږي، په دې ډېرې پېسې هم لږي، دوی ته لومړی په کراچۍ فلایین کلب او ځینو نورو داسې ادارو کې په ځمکه د جارونو چلول ښودل کېږي او له دغې وروسته دوی ته د مسافر وړونکیو جازونو د الوت طریقه کار ښودل کېږي.

په پاکستان کې د مسافر وړونکیو جازونو پایلټانو ته شهري هوا بازۍ ادارې یا سول اېوييشن لخوا لایسنسونه ورکول کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې فهد مسود دا هم وویل له داسې خبرونو راتلو سره په نړۍ کې د پاکستان سرکاري هوایي کمپنۍ پي اې ای نوم ته هم تاوان رسېږي.

نوموړي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي دي چې ځینو نړیوالو هوایي کمپنیو غوښتنه کړې ده چې له دوی سره د کارکونکیو پاکستانیو پایلټانو تعلیمي قابلیت او د لایسنسونو پلټنې دې وشي.

هغه زیاته کړه، په دې کې څه شک نه شته چې له دې سره به د پي اې ای نوم ته هم ډېر تاوان ورسي خو ښه خبره دا ده چې اوس په دې مسله یو بحث پېل شوی دې او باید دا نظام ښه کړل شي ځکه چې دا د مسافرو د ژوند او مرګ خبره ده.

د نوموړي په وینا، نو مالي تاوان خو به هم ډېر رسي، خو اصلاحات ضروري دي، چېلنجونه ډېر دي خو ناممکنه هم نه ده.

بلخوا د پي اې ای چارواکو ویلي چې دوی د جون پر ۲۵مه څه باندې ۱۵۰ پایلټان له کاره مني کړي دي.

دا له هغې وروسته ده چې د پي اې ای ایربس الوتکه د مې پر ۲۲مه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې جناح هوايي میدان ته تر رسېدو مخکې ولوېده.

په پېښه کې ۹۷ کسان مړه شوي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG