د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې پیلوټ لارښوونو ته پاملرنه نه‌وه کړې'


په کراچۍ ښار کې غورځېدلې الوتکه
په کراچۍ ښار کې غورځېدلې الوتکه

د پاکستان هوايي چلند اداره وایي، د هغې الوتکې پیلوټ د کنټرول برجونو لارښوونو ته پاملرنه نه‌ وه کړې چې الوتکه‌ یې په کراچۍ ښار کې نسکوره شوه.

د پاکستان هوایي چلند (پي‌ ای‌اې) ایربس الوتکه د مې په ۲۲مې له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې هوایي ډګر ته نږدې ولوېده. په دې پېښه کې ۹۷ کسان ووژل شول او دوه تنه وژغورل شول.

د پاکستان ملکي هوایي ادارې (پي‌ای‌اې) ته په یوه لیک کې څرګنده کړې ده چې کله الوتکه د کراچۍ په ۱۰۰ کیلومترۍ کې وه پيلوټ ته ویل شوي و چې الوتکه‌ یې ډېره لوړه خېژولې خو هغه ورته ویلي ول چې دی یې په اسانۍ سره لاندې بیولای شي.

د الوتکې مالوماتو خوندیکولو توره پېټۍ (بلېک بوکس) په فرانس کې څېړل کېږي.

د پاکستان هوايي چلند وزیر غلام سرور ویلي دي چې د پېښې ابتدایي راپور به د جون په ۲۲مه پارلمان ته وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG