د لاسرسي ځای

تازه خبر

سورلۍ کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو پس چین ته پر پي ای اې بندیز


د پاکستان قامي هوايي شرکت پي ای اې
د پاکستان قامي هوايي شرکت پي ای اې

چين د پاکستان قامي هوايي شرکت پي ای اې پر پروازونو د درېوو اوونیو لپاره بندیز لګولی دی.

د راپورونو له مخې دا بندیز له هغه وروسته ولګول شو چې له اسلام اباده و بيجينګ ته دورغلې یوې الوتکې په ۱۰ مساپرانو کې د کورونا وایرس وو.

د جنورې پر ۱۵مه مشال راديو سره په خبرو کې د پي ای اې وياند عبدالله د چين لخوا د بندیز لګېدو پخلی وکړ.

نوموړي چې له پاکستانه د تلو پر مهال له دغو مساپرو سره د کورونا وایرس د معاينو منفي راپور وو خو بيجينګ ته له رسيدلو وروستو یې هلته راپور مثبت راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG