د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې پلټنې دې په عدالتي‌ کمېشن وشي. وکیلان


په کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې د پېښې ځای
په کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې د پېښې ځای

د پنجاب ځينو وکيلانو لاهور های کورټ ته درخواست ورکړی چې په کراچۍ کې د الوتکې راغورځېدو پېښې په اړه دې د ولسي هوابازۍ ادارې سي اې اې له خوا روانې پلټڼې دې ودروي.

د جون پر ۱۳مه نېټه ورکړل شوي دې درخواست کې له عدالت خواست شوی چې په دې اړه دې عدالتي کميشن جوړ شي چې هغه نه يوازې د دې بلکې د دغسې نورو پېښو تحقيقات وکړي.

دا درخواست څلورو وکيلانو ارسلان رضا نقوي، بېرسټر انم شکيل، ارحم طارق بټ او مفتي احتشام الدين حيدر ورکړی دی.

دوی ويلي چې په پاکستان کې په تېرو ۵۰ کلونو کې د الوتکو راغورځېدو ۲۰ پېښې شوې چې پکې تر ۱۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

دوی تور پورې کړی چې دا پېښې د پی ای اې او سي اې اې له وجې کېږي چې دوی له لارښودونو سره سم د الوتکو مرمت نه کوي.

د پاکستان هوايي چلند (پی ای اې) الوتکه د مې پر ۲۳مه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې ولوېده.

په پېښه کې ۹۷ مسافر ووژل شول او دوه تنه وژغورل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG