د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جو بایډن لوړې مراسم او واشنګټن کې امنیتي تدابیر


چارواکي وایي، د امریکا د ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د کانګری ودانۍ یا (کېپيټل هېل)ګېر چاپېره دي.
چارواکي وایي، د امریکا د ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د کانګری ودانۍ یا (کېپيټل هېل)ګېر چاپېره دي.

د جنورۍ پر ۲۰ مه د امریکا د منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم ترسره کېږي چې د امنیت لپاره یې غېر معمولي تدابیر نیول شوی دي.

چارواکي وایي، د امریکا ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د کانګرس ودانۍ(کېپيټل هېل) ګېر چاپېره دي.

بلخوا د داخلي بریدونو د اندېښنو په سبب واشنګټن ته په رسېدو د ملي ګارډ سرتېري د قانون نافذونکیو فېډرالي اېجنسو لخوا څارل کېږي.

دا په داسې حال کې چې د جنورۍ پر ۱۸ مه د په واشنګټن کې د بې کوره خلکو په یو کېمپ کې د اور لګېدلو له وجې په داسې وخت وېره زیاته شوې ده، چې د چارشنبې ورځ به منتخب ولسمشر جو بایډن سوګند پورته کوي.

په واشنګټن کې د بې کوره خلکو په یو کېمپ کې د اور لګېدلو له وجې په داسې وخت وېره زیاته شوې ده،
په واشنګټن کې د بې کوره خلکو په یو کېمپ کې د اور لګېدلو له وجې په داسې وخت وېره زیاته شوې ده،

د کانګرس ودانۍ کې دننه هغه وخت د سوګند مراسمو تیاری ودرول شو، او تر ودانۍ امنیتي سرتېري چاپېره شول چې کله نېږدې یو کلومیټر لیرې پر لوی سړک په هوا کې لوګی ولیدل شو.

د اورلګېدنې ځای ته هیلې کاپټرې ،پولیس، او اوروژونکې عمله ژر ورسېده او اور یې مړ کړ.

بلخوا امنیتي چارواکي د منتخب ولسمشر بایډن او منتخب مرستیالې ولسمشرې کملا هېریس د سوګند مراسمو وړاندې د یوې بلې ممکنه حملې ویره هم لري.

پر دغه مهال له دننه هم د ممکنه حملې ویره شته، او ځکه د قامي ګارډ د سرتېرو ودانۍ ته تر داخلېدو وړاندې سکریننګ کېږي چې دا شان امنیت ته کوم ګواښ پېښ نه شي.

تر څېړنو وروسته معلومه شوې چې د جنورۍ د شپږمې یو شمېر مظاهره چیان اوسني او یا پخوا له پوځ سره تړلي دي.

چارواکي وایي، د امریکا د ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د کانګری ودانۍ یا (کېپيټل هېل)ګېر چاپېره دي.
چارواکي وایي، د امریکا د ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د کانګری ودانۍ یا (کېپيټل هېل)ګېر چاپېره دي.

امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په واشنګتن او ځینو نورو ایالتونو کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ پر شپږمه د تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حمایت کې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې.

په دغه مظاهرو کې پنځه کسان وژل شوي ول.

د جنورۍ له ۱۵مې تر ۲۱ مې به په واشنګټن کې نیشنل مال او هغه پارک تړلي وي چې پکې مشهور ملي څلي جوړ دي او عموما پکې په دودیز ډول زیات شمېر خلک د لوړې د مراسمو د کتو لپاره راټول وي.

د سپینې ماڼی شاوخوا سیمې هم د سېلانیانو لپاره تړل شوي دي.

د جنورۍ شپږمې پر کانګرس د حملې وروسته ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه ویډیویي وینا کې دغه حمله په سختۍ وغندله او ویې ويل چې دا د هر څه هغه څه ضد دي چې دی ورباندې باور لري.

امریکايي کانګرس په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایډن بری تایید کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:27 0:00

ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې د ټاکنو نتیجې غلا شوې او دی ګټونکی دی، خو دا ادعا یې څو ځله د امریکا په عدالتونو کې رد شوې ده.

بلخوا منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي تر واک سمبالولو وروسته به د امریکایانو یوځایکولو او د کرکې ختمولو ته زیاته توجو ورکوي او هم داشان یې د کورونا ناروغي ختمول خپل لومړیتوب بللی.

نوموړي د کورونا وبا له کبله له رامنځ ته شوي بحران سره د مقابلې لپاره یو لوی مرستندویه پیکج هم وړاندې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG