د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ پر لومړي ځل خپله ماتې ومنله


ولسمشر ټرمپ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ حمله وحشیانه برید وباله او زیاته یې کړه دی کار د امریکا د دموکراسی حیثیت ته صدمه رسولی او دی یې سخت خفه کړی دی. 
ولسمشر ټرمپ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ حمله وحشیانه برید وباله او زیاته یې کړه دی کار د امریکا د دموکراسی حیثیت ته صدمه رسولی او دی یې سخت خفه کړی دی. 

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۶مه د کانګرس پر ودانۍ شوې حملې په غندلو سره په لومړی ځل ومنله چې جو بايډن به د امريکا راتلونکې ولسمشر وي.

ټرمپ د جنورۍ پر اوومه په ټويټر خپرې کړې يوې ويډيو کې ويلي کانګرس د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتيجو تصديق وکړو او نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر۲۰مه نېته لوړه وکړي. او اوس يې ټول پام په ارامه او منظم ډول د واک لېږدول باوري کول دي.

دا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دريځ کې ښکاره بدلون ښيي، ځکه تر دې مخکې هغه ټینګار کاوه چې د نومبر د درېیمې ولسمشرۍ ټاکنې یې ګټلې او د اسنادو وړاندېکولو پرته یې ادعا کوله چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید کرغېړن ګام وباله او زیاته یې کړه دې کار د امریکا د ډموکراسی حیثیت ته ټکان رسولی او دی یې سخت خپه کړی دی.

د جنورۍ پر شپږمه د ټرمپ پلویانو په تشدد کانګرس مشترکه غونډه له ګډ وډۍ سره مخامخ کړه.

ولسمشر ټرمپ د امریکا کانګرس پر ودانۍ حمله وحشیانه برید وباله
ولسمشر ټرمپ د امریکا کانګرس پر ودانۍ حمله وحشیانه برید وباله

سياستوالان د ډزو له کبله پناه اخيستو ته مجبوره شول خو تر ګډوډۍ جوړېدو ۴ ساعته وروسته پوليسو وداني خوندي وبلله او د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو د رايو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بايډن د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېيمې د ولسمشريزو انتخاباتو رسمي ګټونکی اعلان کړ.

منتخب ولسمشر جو بايډن او د هغه مرستياله کاملا هيرېس به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دندو لوړه کوي.

بلخوا د جنورۍ پر شپږمه د امریکا د کانګرس په ودانۍ بريد د هېواد په تاريخ کې تر ټولو تياره ورځ وبلله.

نوموړي د جنورۍ پر اوومه وويل،. بلخوا د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سمدستي لرې کولو يا د مواخذې غوښتنه کړې ده.

بایډن وايي، پر کانګرس برید پر ډیموکراسۍ برید و
بایډن وايي، پر کانګرس برید پر ډیموکراسۍ برید و

بايډن د ټرمپ هغه پلويان چې کانګرس ودانۍ ته داخل شوي ول "کورني ترهګر" وبلل او وويل چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لومړۍ ورځې راهيسې د ډېموکراسۍ پر بنسټونو حملې کړې دي.

پلوسي هم په هغه کسانو کې شامل شوه چې د ۲۵ ترميم له لارې یې د ولسمشر ټرمپ د مواخذې غوښتنه وکړه.

نوموړې وويل، د متحده ايالاتو ولسمشر د امريکا پر وړاندې وسله وال بغاوت ته هڅولي دي.

بل پلو د ټرانسپورټ وزير ايلين چو له خپلې عهدې استعفې ورکړه چې د جنورۍ ۱۱مې به عملي کېږي.

نوموړې د ټرمپ انتظاميې لومړې لوړ رتبه غړی دی چې د کانګرس پر ودانۍ د حملې وروسته احتجاجا يې استعفې ورکړه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG