د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا کانګرس جو بایډن رسمي ګټونکی ولسمشر اعلان کړ


د امریکا د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) د رایو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېیمې د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي ګټونکي په توګه اعلان کړ.

د جنورۍ اوومې اقدام د منتخب ولسمشر بایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هیرېس په حق کې د انتخاباتي بهیر وروستی پړاو دی.

دوی دواړه به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دندو لوړه کوي.

بایډن د ټرمپ د ۲۳۲ انتخاباتي رایو پرتله د الېکټورل کالج ۳۰۶ رایې ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر شپږمه نېټه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلویانو د کانګرس مشترکه غونډه په تشدد له ګډودي سره مخامخ کړه.

سياستوالان د ډزو له کبله سر پناه ته مجبوره شول. د ګډوډۍ جوړيدو څلور ساعته وروسته پوليسو وداني خوندي وبلله.

​بلخوا د واشنګټن پولیسو ويلي د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پر مهال څلور کسان مړه شوي دي.

د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه ښځه په ډزو وژل شوې او درې نور هم د بیړني روغتیایي وضعیت له کبله مړه شوي دي.

د کانګرس غونډې بيا پيلولو پروخت مرستيال ولسمشر مايک پنس وويل هغو کسانو چې د کانګرس په ودانۍ کې يې ګډوډی جوړ کړ، نه دي کاميابه شوي.

کانګرس ماڼۍ کې راټول شوي پولیس
کانګرس ماڼۍ کې راټول شوي پولیس

کله چې د کانګرس غړيو غونډه بیرته پیل کړه نو دا مهال د شپږ بجو ګرځبنديز او د ګڼو پوليسو د موجودګۍ سربېره هم د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سلګونو پلویان د امريکا د کانګرس ودانۍ شاوخوا راګرځېدل.

بلوه ګرو هغه غونډه ګډوډه کړه چې پکې د کانګرس غړو د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) رایې شمېرلې چې ورسره سم په راتلونکیو دوو اوونیو کې منتخب ولسمشر جو بایډن د دندې لوړه کوي.

يو شمېر کسان د امنيتي کمربندونو ماتولو او ودانۍ ته په ننوتلو کې بریالي شول.

دوی ان د سېنېټ پوړ ته ورسېدل چې پکې هغه مهال رايې شمېرل کېدلې.

پوليسو هله وسلې ته لاس کړ چې د کانګرس د ودانۍ دروازې ماتې کړل شوې او د کانګرس غړي د خپلو کرسيو شاته پټ شول.

يو شمېر کسان د امنيتي کمربندونو ماتولو او ودانۍ ته په ننوتلو کې بریالي شول.
يو شمېر کسان د امنيتي کمربندونو ماتولو او ودانۍ ته په ننوتلو کې بریالي شول.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن پر کانګریس د بلوه ګرو ورختل د هېواد پر جمهوریت یوه بې سارې حمله بللې ده او پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې غږ کړی وو چې په سمدستي توګه دې قام ته وینا وکړي او خپلو پلویانو ته دې پرشا کېدلو ووايي.

په کانګرس کې د انتخاباتي کالج د رایو شمېر تر ختمېدو وروسته ټرمپ په یوه بیان کې په انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه خپله ناسمه دعوه تکرار کړه خو د بایډن واک اخیستو مخې ته یې د لار هوارولو ژمنه هم وکړه.

په بیان کې د ټرمپ له خولې راغلي چې ''له انتخاباتي نتیجو سره مکمل اختلاف لري او دا چې واقعیتونه یې هم خبره تاییدوي، خو پر دې سربېره به د جنورۍ پر ۲۰مه واک په سم ډول انتقالېږي.''


ټولنیزو رسنیو ټویټر او فېسبوک له تاوتریخوالي پس د ولسمشر ټرمپ اکاونټونه په عارضي توګه بند کړي دي. تویټر ویلي چې د دوی د قاعدو او ضابطو د سرغړونې په ترڅ کې یې د ټرمپ اکاونټ د ۱۲ ګنټو لپاره بند کړ. دا راز فېسبوک هم ویلي چې د ناسم استعمال لوجې یې پر نوموړي تر ۲۴ ګنټو بندیز ولګاوه.

خو د بندیز لږ وخت مخکې ټرمپ پر ټویټر ویډیويي پیغام کې خپلو پلویانو ته وویل چې دی د دوی په درد او خپګان پوه دی خو اوس دې دوی په امن کې خپلو کورونو ته ولاړ شي ځکه چې دا وخت د امن او امان ضرورت دی.


د امریکا پر کانګریس د بلوه ګرو د ورختلو د پېښې په اړه نړیوال غبرګونونه هم مخې ته راغلي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په دغه تشدد او لا قانونیت به په نړۍ کې د جمهوریت دښمنان خوشاله شوي وي.

د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن بیا دا پېښه د جمهوریت لپاره سپکاوی بللی دی.

بلخوا د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریه زخا روا د یو امریکايي خبریال هغه څرګندونې شریکې کړي چې وايي امریکا به نوره ځان د جمهوریت لپاره د مثال بللو جوګه پاتې نشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG