د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي کانګرس په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایډن بری تایید کړ


امریکايي کانګرس په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایډن بری تایید کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:27 0:00

د امریکا د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) د رایو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېیمې د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي ګټونکي په توګه اعلان کړ. د جنورۍ اوومې اقدام د منتخب ولسمشر بایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هیرېس په حق کې د انتخاباتي بهیر وروستی پړاو دی. دوی دواړه به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دندو لوړه کوي. کانګرس خپله غونډه د جنورۍ پر شپږمه شپې ناوخته د بلوه ګرو تر مظاهرو ساعتونه وروسته بیا پیل کړه. د ولسمشر ټرمپ ګڼ پلویان د کانګرس په ودانۍ ورننوتي ول. ټرمپ د کانګرس تر اعلان وروسته یو ځل بیا بې له ثبوت ورکولو په ولسمشریزو انتخاباتو کې د درغلۍ دعوه وکړه خو بایډن ته یې د واک سم انتقال ژمنه هم وکړه. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG