د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: تخار او کندهار کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شوه


ارشیف، کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات

په تخار او کندهار کې چارواکي د وسله والو طالبانو د بریدونو پر شا تمبولو او هغوی ته د زیانونو اړولو ادعا کړې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل مشال راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې حملې مخه ونیوله.

نوموړي طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه وویل: "د صادق په نوم چې د لایزري قطعې مرستیال دی، په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او څو تنه هم ټپیان دي."

اسیر په دغو نښتو کې خپل لور ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبره وکړه.

بلخوا دفاع وزارت وایي، په کندهار کې یې د وسله‌والو طالبانو د پراخو بریدونو مخه نیولې او د دې ډلې له ۲۰ زیات وسله‌وال یې وژلي دي.

دې وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ طالبان د کندهار ولایت "ژړۍ" او " ارغنداب" ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې پرې بریدونه وکړل.

د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې له مخې د نښتو په پایله کې د طالبانو دوه پناګاوې او یوه اندازه وسلې او مهمات له‌منځه یوړل شول.

طالبانو په تخار او کندهار کې دې ډلې ته د اړول شویو زیانونو په اړه د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG