د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګران څیزونه څنګه ارزان وپلورو: دکانداران


په پېښور کې د شیدو یو دکاندار محمد کاشف وایي په سرکاري نرخنامه کې د پیو نرخ ۱۰۰ روپۍ ښودل شوی او دوی ته پر ۱۲۰ هم واره نه کوي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۱ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل د ضلعې انتظامې د پیو نوي نرخونه ځکه مسترد کړي دي،چې دوی ته پۍ پخپله ګرانې پرېوزي.او د پېښور د ضلعې انتظامیي په نوي نرخ نامه کې يې قیمت د دوی د خوښې مطابق نه دی لګول شوی.

محمد کاشف د پېښور پر یونیورسټۍ روډ د پیو او مستو دکان لري. دی هر سهار وختي له ګوجره/ګوالڼه پۍ اخلي او بیا یې خرصوي. نوموړی وایي دی د ۷.۵ پیروي واله پۍ خرصوي او دا ورته په ۱۳۰ روپۍ کلو هم ګران پرېوزي، خو بله لار نه لري.

په پېښور کې غوښې یو دکاندار حاجي ابراهیم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل په سرکاري نرخنامه کې د غوښې قیمتونه خو زیات شوي دي خو دغه د هغې نرخ په مقابل کې لا هم کم دي، په کوم نرخ چې دوی پخپله غټه او نرۍ غوښه اخلي. نوموړی وایي غټه غوښه په سرکاري نرخنامه کې ۴۰۰ روپۍ کلو ده، دوی او نور قصابان یې په ۴۵۰ او ۵۰۰ روپۍ خرصوي. دا شان نرۍ غوښه په سرکاري نرخنامه کې ۸۱۰ روپۍ کلو ده، خو قصابان یې په ۱۰۰۰ روپۍ او ۱۱۵۰ روپۍ کلو خرصوي، او ځینې یې په ۱۲۰۰ روپۍ کلو هم خرصوي. نوموړی وایي هر څه ګرانیږي، د عمران خان په حکومت کې څاروي ګران شوي دي، دوی يې پخپله ګران اخلي نو بیا یې څنګه ارزانه وپلوري.

د پاکستان د شماریاتو وفاقي ادارې د روان کال داګست پر درېمه په یو رپورټ کې ویلي چې په هېواد کې د ګرانۍ (افراط زر/انفلېشن) کچه د ۲۰۱۹ز کال په پرتله لوړه شوې ده.

د شماریاتو ادارې په وینا، په ۲۰۱۹ز کال کې د انفلېشن سطح ۶.۸ او اوسمهال ۹.۳۰ فیصده ده.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرانو سازمان جنرل سیکرېټري او د پاکستان سوداګرۍ او صنعتونو خونو غړي ظاهر شاه د اکتوبر پر ۲۱ مه مشال راډیو ته وویل باید ضلعې انتظامیه او صوبایي حکومت د خوراکي توکیو د نرخونو ټاکلو پر وخت د اړوندو تجارتي ټولنو غړي په خپلو کمېټیو کې ورغواړي.

ظاهر شاه وایي، که د سبزیو او مېوو منډۍ له مشرانو د نرخونو ټاکلو پر وخت تپوس ونه شي نو بیا د دکاندارانو لپاره سرکاري نرخ منل هم ګرانه ده. نوموړی وایي باید ضلعي انتظامیه د پرچون یا د توک کارویانو د نرخونو پر کنټرول هم نظر وساتي.

په پېښور کې د صحت محکمې یو چارواکی د پیو کوالټي څاري
په پېښور کې د صحت محکمې یو چارواکی د پیو کوالټي څاري

د پېښور چېمبر اف کامرس مرستیال مشر رحمان ګل د اکتوبر پر ۲۱ مشال راډیو ته وویل باید ضلعې انتظامیه یوازې د وړو دکاندارانو نرخنامې مه ګورۍ بلکې د خوراکي توکیو د لویو او توک کاروباریانو د نرخونو کنټرولولو ته هم پام اړول پکار دی. رحمان ګل وایي ... هره ورځ ضلعي انتظامیه د دکاندارانو نرخونه ګوري، پر دوی جرمانې لګوي نو چې یو دکانداران یو څیز په ۱۰۰ روپۍ پېري نو څنګه یې په ۸۰ روپۍ وپلوري.

د پېښور ډپټي کمشنر په دفتر کې د قیمتونو کنټرول لپاره یو مرکز جوړ شوی دی. د دغه مرکز مشران په پېښور کې د خوراکي توکیو نرخونه ګوري، او دا هم یقیني کوي چې څوک پخپلسر خو زیات قیمت نه لګوي.

د دغه مرکز یو مشر او د پېښور یو اسسټنټ کمشنر ډاکټر احتشام الحق د اکتوبر پر ۲۱ مشال راډیو ته وویل دوی د خوراکي توکیو د نرخونو د ټاکلو پر وخت د ټولو خواو له مشرانو نه پوښتنې کوي او د مارکیټ مطابق د یو څیز نرخ ټاکي ((موږ هره ورځ د ماځیګر ۴ بجې غونډه کوو، په دې کې موږ ګورو چې د څومره خوراکي توکیو د کاروبار ځایونه مو کتلي،څومره هول سېل دوکانونه مو چېک کړي،څومره ملونه مو کتلي، څومره د وړو او لویو دکانونو قیمتونه مو چېک کړي دي، هر سهار موږ د مېوو او سبزیانو منډیانې هم ګورو، په قیمتونو ځان خبروو، زموږ کومه کمېټي چې نرخونه ټاکي په دې کې د دکاندارانو او سوداګرو مشران وي، د دوی وړاندې موږ نرخونه ټاکو، سږ کال موږ د دوی خوښې ته پر دې هم کتلي چې ګراني زیاته شوې، نو چې څومره د دوی غوښتنې وې نرخونه هم هغه شان ټاکي چې د خوراکي توکیو په ملاوېدو کې مشکل نه وي.))

بلخوا د پاکستانوزیراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۱۰مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د اکتوبر له دولسمې مې نه به په ټول هېواد د خوراکي توکیو د نرخونو د کمولو لپاره ټول ریاستي وسایل کاروي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG