د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې مېرمنو د ګرانۍ خلاف مظاهره وکړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د عوامي نېشنل ګوند ښځو څانګې د جولای پر ۱۱مه، په پېښور کې د حکومت خلاف مظاهره کړې او غوښتنه يې کړې چې ګراني دې کمه کړي.

د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو ورغلو مېرمنو د پېښور پریس کلب مخي ته دا مظاهره وکړه چې پکې د خوراکي توکیو، دوایانو او د انساني استعمال د نورو شیانو په نرخونو کي د زیاتوالي په ضد یې شعارونه ورکړل.

مظاهره کونکیو تور ولګاوه چې د تحريک انصاف حکومت ناکامه شوی او خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

په دغه محال د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ویاندې او د صوبایۍ اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور مشال راډیو ته وویل چې په هېواد کي د نه زغمل کېدونکې ګرانۍ او د حکومت د نورو ناسمو پالیسیو په ضد هغوی دا احتجاجي لاریون ترسره کړ.

د عوامي نیشنل ګوند د مېرمنو څانګې د تازه مظاهرې نه وړاندې هم د ملک په بېلابېلو برخو کې د اپوزیشن نورو ګوندونو وخت په وخت د ګرانۍ، لوډشیډنګ او بې روزګارۍ خلاف مظاهرې کړې دي.

همدا رنګه په قامي اسمبلۍ کې د ۲۰۲۰ او ۲۱ مالي کال لپاره د بودیجې د وړاندې کېدو پر مهال هم اپوزیشن د واکمن تحریک انصاف ګوند پر کړنلارو سخت انتقادونه کړي وو.

خو په قومي اسمبلۍ کي د حکمران ګوند تحریک انصاف یو غړي اقبال اپريدي مشال راډيو ته ویلي دي چې د حزب اختلاف ګوندونه دا ډول لاریونونه د ولس لپاره نه بلکې واک ته د رسېدو لپاره ترسره کوي.

هغه وايي، موجوده حکومت هڅه کوي چې په ګرانۍ د قابو موندلو لپاره ګامونه پورته کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG