د پاکستان پوځ مشر په کوټه کې د وژليو هزاره کانکیندونکيو له کورنیو سره ليدلي دي.
د پوځ عامه اړيکو ادارې" ای اېس پي ار" په بيان کې ويلي چې جنرال قمر باجوه د جنورۍ پر ۱۳مه د وژل شويو کسانو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې د دې پېښې عاملينو ته به سزا ورکول کېږي.
دغه ۱۰ کانکیندونکي د جنورۍ پر څلورمه د مچ په سيمه کې وژل شوي ول چې ذمه واري يې داعش وسله والې ډلې منلې وه.
له دې وروسته هزارګانو له مړو سره په کوټه کې تر شپږو ورځو پورې درنا ورکړه.
د پوځ بيان زياتوي چې جنرال باجوه ته د غونډې پر مهال د بلوچستان پر امنيتي حالاتو مالومات ورکړل شول.
وروسته نوموړي پوځي افسرانو ته په وينا کې وويل چې بلوچستان ډېر سټرېټېجک ارزښت لري چې نو ځکه د ده په ادعا د دښمنانو ورباندې نظر دی.
خو زياته يې کړه چې د دښمنانو لخوا د حالاتو ګډوډولو هڅې به کاميابۍ ته پرې نه ښوول شي.