د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هزاره ګانو د پرلت تر ختمېدو وروسته عمران خان کوټې ته تللی


پرلت والو پخوا ویل، تر څو وزیراعظم ورغلی نه وي، خپل مړي نه ښخوي.
پرلت والو پخوا ویل، تر څو وزیراعظم ورغلی نه وي، خپل مړي نه ښخوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان له هغه وروسته کوټې ته تللی چې هلته د هزاره ګانو پرلت ختم شوی او هغوی د وژل شویو خپلوانو مړي خاورو ته سپارلي دي.

د هزاره ګانو مشرتابه د کوټې پر غربي بای پاس سړک خپل پرلت له هغه وروسته پای ته رسولی چې د دوی په وینا له حکومتي وزیرانو سره یې خبرې اترې بریالۍ شوې دي.

دوی د جنورۍ پر نهمه خپل مړي‌ له هغه وروسته خاورو ته وسپارل چې تېره شپه یې تر ناوخته د وفاقي او صوبايي وزیرانو له یو پلاوي سره خبرې بریالۍ شوې.

تېره شپه ناوخته د بلوچستان وزیراعلا جام کمال، وفاقي وزیران علي زیدي، ذولفي بخاري او د قومي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د احتجاج کوونکیو خوا ته ورغلي وو او د هغوی له مشرانو سره یې خبرې وکړې.

وفاقي وزیر علي زیدي د پرلت له برخه والو سره د خبرو د کامیابي اعلان وکړ او ویې ویل چې حکومت د پرلت د برخه والو زیاتره غوښتنې منلې دي او تړون یې هم لاس لیک کړی دی.

ده وویل، "کومې غوښتنې چې د شهیدانو کمیټۍ د حکومت مخې ته یښې وې، په هغه کې ځیني مشکل وې - خو د ولس لپاره هڅ هم مشکل نه وي."

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان وویل د ولس تحفظ کول د حکومت ذمه داري ده او د دې مقصد لپاره صوبايي او مرکزي حکومت ډیر ګامونه پورته کړي دي.

د جام کمال په وینا، د دې ګامونو اغېز به ډیر ژر څرګند شي.

جام کمال خان زیاته کړه، "زه ولس ته تسلي ورکوم چې حکومت به په کوټه او د صوبې په نورو برخو کې امنیت راولي - خلګو ته به انصاف او روز ګار ورکوي چې خلک د عادي ښاري په توګه په ازاده په دې ښار کې وګرځېدلای شي."

راپورونه وايي، د احتجاج کوونکیو ډېری غوښتنې منل شوي او حکومتي ډلې د هغې خبرې وضاحت هم کړی چې پکې وزیراعظم د جنورۍ په اوومه ویلي وو، د هزاره ګانو ټولې غوښتنې یې منلې دي خو لومړی دې هغوی خپل مړي خاورو ته وسپاري، او کوټې ته د ورتګ په غوښتنه دې د بدنامۍ ګواښ نه ورکوي.

د وزیراعظم عمران خان پر دې وینا په ټولنیزو رسنیو کې سخت تنقید و شو. نومړي ویلي وو چې احتجاج کوونکي دې خپل مړي خاورو ته وسپاري نو به دی سم دستي کوټې ته ورشي.

دا له هغه وروسته ده چې وسله والو د جنورۍ پر درېیمه د بلوچستان په مچ سیمه کې ۱۱ هزاره کانکېندونکي په ډزو وژلي وو او د پېښې ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې وه.

د وژل شوو خپلوانو د احتجاج په توګه د مړو له ښخولو انکار وکړ او تر شپږو ورځو یې مړي د پرلت په منځ کې یښي وو.

د پرلتوالو وېنا وه چې تر څو وزيراعظم عمران خان نه وي ورغلی او د خوندیتوب ډاډ یې نه وي ورکړی، تر هغه وخته به خپل مړي خاورو ته نه سپاري.

د کوټې له هزاره ګانو سره د یووالي په غرض په کراچۍ، پېښور، ډېره اسماعیل خان، اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې هم احتجاجونه شوي دی.

XS
SM
MD
LG