د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۵۵ تنه مړه شوي


په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له وجې نور ۵۵ کسان مړه شوي چې ورسره په دې هېواد کې له یادې ناروغۍ له وجې د مړو شویو کسانو ټول شمېر ۱۰،۷۷۲ ته ورسېده.

د کورونا وايرس په اړه د حکومتي ويبپاڼې ترمخه، په تېر شوا روز کې د کورونا وایرس نور ۲۱۲۳ کیسونه ثبت شوي چې ورسره په پاکستان کې د کورونا وایرس وهلو ټول شمېر پنځه لکه اته زره ۸۲۴ ته ورسېده. خو څلور لکه، ۶۴ زره او نهه نیم سوه ترې بېرته رغېدلي هم دي دي.

دا مهال په دې هېواد کې د کورونا د فعالو کېسونو شمېر ۳۳ زره یو سل او دوه ده.

بلخوا د کورونا نړیوالې شمېرې راټولوونکی امریکايي جان هاپکینز پوهنتون وايي، د جنورۍ تر ۱۳ مې دې وبا په ټوله نړۍ کې له نهو کروړو، ۱۵ لکو او ۳۹ زرو زیات کسان ناروغه کړي چې پکې یې څه د پاسه ۱۹ لکه او ۵۹ زره مړه کړي خو له پنځو کروړو، پنځو لکو او ۷۶ زرو څخه زیات ترې بېرته رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG