د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د یو کس تر وژنې وروسته پرلت لا هم روان دی


په وزیرستان کې تر دې مخکې هم د امنیتي ځواکونو له لوري د وژنو ضد ناستې شوې دي. (انځور: مې ۱۹مه ، ۲۰۲۰م ، د دوو ځوانانو وژل کېدو ضد احتجاج)
په وزیرستان کې تر دې مخکې هم د امنیتي ځواکونو له لوري د وژنو ضد ناستې شوې دي. (انځور: مې ۱۹مه ، ۲۰۲۰م ، د دوو ځوانانو وژل کېدو ضد احتجاج)

په شمالي‌ وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سیمې خلکو په دته خیل دیګان سیمه کې د یو کس وژل کېدو پرضد پرلت ته پر څلورمه ورځ هم دوام ورکړی دی.

پرلتوال وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو عبدالقدوس د نومبر پر ۲۶ نېټه په ډزو وژلی دی. دوی له هغه راهسې پرلت وهلی دی.

پرلت والو د وژل شوي عبدالقدوس مړی پر سړک ایښی وو او هلته یې احتجاج کاوه خو مړی یې د نومبر پر ۲۹مه خاورو ته سپارلی دی.

په ناسته کې شریک خلک غوښتنه کوي چې د عبدالقدوس په وژلو کې ککړ کسان دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

پولیس وايي د وژل شوي ځوان خپلوان د مقدمې درجولو لپاره نه ده ورغلي خو د دوي په وینا د ناڅرګندو کسانو ضد یې یو مقدمه درج کړې ده. خو پرلتوال وايي چې پولیس یې مقدمه نه درجوي.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي‌ ځواکونه پر عامو خلکو ډزې نه کوي.

ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه یوازې د هغوی ضد کارروايي کوي چې په ناامنیو کې ککړ وي.

خو پرلتوال وايي چې امنیتي ځواکونو دا ځوان د نومبر پر ۲۶مه هغه مهال وژلی چې ماښام مهال هلته یوې ښادۍ ته روان وو.

د دوي په وینا، امنیتي ځواکونو د هغه مړی یوه ورځ وروسته د میرامشاه په روغتون کې پرېښود.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان د ولس استازی محسن داوړ هم د نومبر پر ۲۸مه دې پرلت ته ورغلی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې – واکمن - که ریاست چلول غواړي نو بیا به خامخا د ځان اصلاح کوي.

ده وویل، "ریاست د هغو خلکو ترشا ولاړ دی چې په جرمونو کې ککړ دي او زما په خیال به خلک هم سبا پر نظام باور نه کوي‌ او د ځان پرېکړې به په خپله کوي."

محسن داوړ وویل، کوم پوځیان چې د دې ځوان په وژلو کې ککړ دي د هغوی پرضد دې ګامونه پورته کړل شي.

د پرلت یو ګډونوال حمزه داوړ مشال راډیو ته وویل چې دوی په سوله ییزه توګه پر سړک ناست دي او انصاف غواړي.

ده وویل، "لومړی دوی داسې تاثر ورکاوی چې دا یو ترهګر دی، بیا یې وویل چې دوی دا مړی میندلی دی خو بیا چې ولس پرلت پیل کړ نو دوی د جرګې په شکل کې ومنله چې غلطي شوې ده."

حمزه داوړ زیاته کړه چې ځوانان یې په ډزو وژل کېږي خو ریاست یې یوازې مقدمه لا هم نه درجوي.

په وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ځايي ځوانانو وژل کېدو دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم داسې پېښې شوې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو د داسې پېښو پرضد د شمالي وزیرستان تر څنګ په جنوبي وزیرستان کې هم احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG