د لاسرسي ځای

تازه خبر

دته خېلو کې د امنیتي ځواکونو ضد پرلت دوام لري


ممدخېلو کې ځوانان د پرلت ځای ته ورروان دي. ۲۰۲۰، ۱۱ اکتوبر
ممدخېلو کې ځوانان د پرلت ځای ته ورروان دي. ۲۰۲۰، ۱۱ اکتوبر

د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د محمدخېلو کلي د ځینو اوسېدونکو د ګرفتاریو ضد احتجاجي پرلت نن پر څلورمه ورځ هم روان دی.

دا پرلت د دوشنبې پر ورځ د کلي ښځو پیل کړی وو چې اوس پکې د وزیرستان د ګوندونو اتحاد، پښتون ژغورنې غورځنګ او مدني فعالان ګډون کوي او د دته خېلو او میرامشا ترمنځ سړک یې د ګاډو پر مخ تړلی دی.

پرلتوالو نن مشال راډیو ته وویل، د سېپټېمبر پر ۱۵مه په کلي کې پر پوځیانو تر بمي برید وروسته سرتېرو ۱۵ ولسي وګړي ونیول او له دې علاوه یې په نورو وختونو کې ۱۳ نور کسان هم نیولي چې تر خوشې کېدو پورې یې احتجاج ته دوام ورکوي.

دوی زیاتوي چې ښځې یې پرون کورونو ته استولې دي. د امنیتي ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي دوه ورځې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې نیولي کسان په ناامنیو کې ککړ دي. ده د نوم نه ښودو په شرط وویل چې څوک په ناامنیو کې نه وي ککړ نو پوځ یې تر دوه ورځو زیات له ځان سره نه ساتي. انتظاميه وايي، د خبرو له لارې د احتجاج ختمولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG