د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: واکمن شوم نو د احتساب قومي اداره خودمختاره کوم


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې د احتساب قومي اداره به مختاره کوي چې د ده په وینا بې له څه فشار له هر چا سره حساب وکړای شي.

نوموړي دا خبره د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خپل ګوند د انتخاباتي منشور اعلانولو پر مهال کړې ده.

نوموړي وویل، که واک ته ورسېدی نو به په ملک کې یو کروړ نوکرۍ پیدا کوي او په راتلونکو پنځو کالو کې به پنځوس لکه ارزانه کورونه ههم جوړوي.

عمران خان وویل چې په ملک کې د اوبو د مسلې هواري لپاره به ډېمونه هم جوړوي.

خو د نوموړي مخالف ګوندونو او د هغه د ګوند وتلو یو شمېر غړو په وار وار ویلي چې د عمران خان تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې پنځه کاله واکمني وکړه چې د دوي په وینا ، له ولس سره کړې وعدې یې پوره نکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG