د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې زده کوونکي د لوړو فیسونو پرضد راوتي


د جهانزېب کالج زده کوونکي
د جهانزېب کالج زده کوونکي

د سوات په سيدو شريف او کبل کې په دوشنبه د بېچلرز کالج (لیسانس پوهنځی) په سلګونو زده کونکو د سوات پوهنتون له خوا د امتحاني فيسونو زياتولو پرضد لاریونونه پیل کړي دي خو د پوهنتون انتظاميه وايي چې دغه فيصله یې د زدهکړو معيار ښه کولو لپاره کړې ده.

عدنان اسماعيل چې د بي اېس یو زده کونکی دی او احتجاجي مظاهرې ته يې وينا هم وکړه، وايي، پوهنتون ورباندې د پینځو سوو روپیو فیس څلورنيم زرو روپیو ته لوړ کړی دی.


د سوات سيدوشريف جهانزيب کالج کې په اتلس بېلا بېلو څانګو کې کې نېږدې دوه نيم زره هلکان او نجونه د بېچلرز اف ساینس (بي اېس) څلور کلن پروګرام کې زده کړې کوي چې له سوات پوهنتون سره رجسټرد دي.

د کالج زده کونکو د پوهنتون له خوا د هغه نوې حکمنامې پرضد راوتلي چې پکې د امتحان اخیستو فيسونه لوړ شوي دي.

عدنان اسماعيل چې د بي اېس یو زده کونکی دی او احتجاجي مظاهرې ته يې وينا هم وکړه، وايي، پوهنتون ورباندې د پینځو سوو روپیو فیس څلورنيم زرو روپیو ته لوړ کړی دی. د دې ترڅنګ د عملي امتحان او تحقيق فيسونه یې هم زيات کړي دي. دی وايي زده کوونکي به کله هم دې ته تیار نه شي چې د فیسونو لوړو فیصله ومني.

په جهانزيب کالج کې شپږ سوه نجونه هم تر بي اېس پروګرام لاندې په بېلا بېلو شعبو کې زده کړې کوي. دوی وايي، چې د فيسونو له زياتولو سره به د دوی زده کړې هم متاثرېږي. د زوالوجي يوه زده کونکې زرمينه وايي، "دلته جهانزيب کالج کې مو ځکه داخله اخیستې چې فيس يې لږ دی ګنې په پوهنتون کې به مو داخله اخیستې وی." دا وايي له دې لوړو فیسونو سره به د ګڼو نجونو زده کړې اغېمنې شي. دوی غوښتنه کوي چې پخوانۍ طريقه دي جاري وساتي.

د جهانزيب کالج بي ايس انچارج ډاکټر انوار الحق د سوات پوهنتون نوې حکمنامه وښودله چې پکې د فيسونو زياتوالي سره سره بعض اختيارات هم د کالج استادانو او اتنظاميې څخه اخیستل شوي دي.

د نوموړي په خبره: "دغه فيصله د هایېر ايجوکېشن د قانون سرغړونه ده ځکه چې په هغه کې واضحه ده چې بي اېس پروګرام کې به هم په کالج کې دننه امتحان اخیستل کېږې. د سوات پوهنتون د ځان لپاره جلا او د کالج لپاره جلا تګلاره لري. پکار ده چې په يو ډول پاليسي جوړه کړل شي.''

په دغه اړه د سوات پوهنتون داخلو مشر ډایرېکټر ډاکټر شاهد وايي چې دوی د پېښور پوهنتون پر ټاکلې تګلاره روان دي او د زده کړو معيار ښه کولو لپاره دغه فيصله شوې ده.

بلخوا زده کونکي واي که چرې دغه فيصله د اکتوبر تر درېمې وا نه خیستل شوه سخت احتجاجونه به وکړي.

XS
SM
MD
LG