د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې برید یو عسکر وژلی، دوه ژوبل


په شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسله والو د پاکستان یو عسکر وژلی او دوه نور یې ټپي کړي دي. ځايي امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو نن غرمه په میرعلي د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی دی.

یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه له ایدک پله سره نژدې شوې ده.

د ده په وینا ، په دې برید کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپي شوي دي.

دا په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې پر امنیتي ځواکونو دویم برید دی.

د سرکاري شمېرو له مخې په ۲۰۲۰م کال کې هلته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ۵۷ پېښې شوې وې.

XS
SM
MD
LG