د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا کانګرس د ولسمشر ټرمپ لیرېکولو بهیر پیل کړ


دا ارټيکل د ټرمپ هغه رول له وجې مخې ته راوړول شو، چې نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په کانګرس ودانۍ د خپلې ملاتړې ډلې په بريد کې لوبولی و.
دا ارټيکل د ټرمپ هغه رول له وجې مخې ته راوړول شو، چې نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په کانګرس ودانۍ د خپلې ملاتړې ډلې په بريد کې لوبولی و.

که مرستيال ولسمشر مايک پېنس او کابينه د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خپلې څوکۍ څخه نه لیرې کوي نو د امريکا استازیو جرګه (کانګرس) کې ډموکراټانو د جنورۍ پر ۱۱ مه په دويم وار د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مواخذې بهیر پیل کړی دی.

ډموکراټانو د يو قرارداد د لارې د امريکا په مرستيال ولسمشر مايک پنس غږ وکړ چې ۲۵م اييني ترميم عملي کړي او ډانلډ ټرمپ له سپينې ماڼۍ هیسته کړي.

د ريپبلکن غړیو پر دې قرارداد د سمدستۍ رايې اچونې مخه ونيوله چې ورپسې ډموکراټانو "بلوې ته د پارونې" له کبله د ټرمپ مواخذې ارټيکل مخې ته راوړو.

دا ارټيکل د ټرمپ هغه رول له وجې مخې ته راوړول شو، چې نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په کانګرس ودانۍ د خپلې ملاتړې ډلې په بريد کې لوبولی و.

په قرارداد کې دې حقيقت ته اشاره شوې چې د ټرمپ ملاتړو لخوا تر بريد لږ مخکې ډانلډ ټرمپ يو لاريون ته وينا کړې وه او هغه داسې بيان ورکړی و چې بريدکونکي يې تشويق کړي و او داسې معلومېږي چې په نتيجه کې يې په کانګرس ودانۍ دغه غېر قانوني عمليات رامنځ ته شول.

بلخوا مايک پنس د ۲۵ اييني ترميم د عملي کولو لور ته هېڅ اشاره نه ده ورکړې.

دویم ځل مواخذه ولې کېږي؟

د جنورۍ پر شپږمه نېټه په کانګرس کې د امریکا انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) رایې شمېرلې چې د نومبر درېیمې ولسمشریزه ټاکنو ګټونکی اعلان کړي خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلویانو د کانګرس مشترکه غونډه په تشدد له ګډودي سره مخامخ کړه. د رایو شمېرلو بهیر وځنډېدلو چې بیا وروسته د ډېموکراټ ګوند جو بایډن رسمي ګټونکی اعلان شو. د هغې ګډوډۍ تور پر ډانلډ ټرمپ لګېږي ځکه خو یې ډموکراټان موخذه کوي چې تر ټاکلې نېټې یې مخکې له واکه وباسي. په هغه بلوه کې د یوه پولیس افسر په ګډون پنځه تنه وژل شوي ول.

د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیال کاملا هیرېس به د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه لوړه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG