د امريکا په کانګرس کې به ډموکراټان روانه اوونۍ هڅه کوي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ یا خو پر مرستيال ولسمشر او کابينې باندې په فشار اچولو چې د خپلو اييني واکونو په کارولو سره هغه له څوکۍ ليرې کړي يا بيا دا کار د مواخذې له لارې وکړي.
د استازو جرګې سپیکرې نېنسي پيلوسي دا اعلان د جنورۍ پر لسمه نېټه د پارلمان غړيو ته په يو ليک کې وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ولمسشر د خپلې مودې وروستيو ورځو کې د خپل هغه رول له کبله له زياتېدونکي فشار او يوازيتوب سره مخامخ دی چې يوه بلوه ګره ډله يې د کانګرس په ودانۍ بريد ته هڅولې وه.
نېنسي پیلوسي وويل چې د ډموکرټانو اکثريت لرونکۍ استازيو جرګه به د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه يو پرېکړه ليک وړاندې کوي چې په مرستيال ولسمشر مايک پېنس غږ کوي چې د کابينې غونډه راوغواړي او دې ته يې وهڅوي چې د اساسي قانون ۲۵م ترميم عملي کړي چې ولسمشر د خپلو فرايضو ادا کولو صلاحيت نلري.
نوموړې زياته کړه، که مايک پينس په ۲۴ ساعتونو کې غبرګون ونه ښود نو ډموکراټان به د مواخذې قانوني مسوده پارلمان ته راوړي.
مېرمن پيلوسي وويل چې د امريکا د اساسي قانون او جمهوريت د خونديتابه لپاره دوی بايد په بیړنۍ توګه دا ګام واخلي، ځکه چې ولسمشر د دواړو لپاره متوقع ګواښ دی.