افغان ځواکونو د شفافه انتخاباتو پیژندل شوي مبارز یوسف رشید د وژنې په تړاو درې تنه نیولي دي.
د جنورۍ پر نهمه د کابل پولیسو ویاند فیردوس فرزامرز د دې کسانو د نیولو اعلان وکړ خو نه یې د نیول شوو کسانو نومونه په ډاګه کړي او نه یې دا ویلي چې له کومې ډلې سره اړه لري او که نه.
د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید تیر کال د ډېسېمبر پر ۲۳مه په پلازمینه کابل کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو او ډرایور یې ژوبل ول.
د رشید د وژنې ذمه واري له چا نه ده منلې خو دا پېښه په هغو ګڼو وررستیو حملو کې یوه ده چې پکې خبریالان، فعالان او سیاستوالان په نښه شوي دي او د افغان چارواکو په ګډون امریکا او نورو نړیوالو چارواکو یې غندنې هم کړي دي.