د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید ووژل شو



د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ(فیفا) اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ(فیفا) اجرائیوي رئیس یوسف رشید

چارواکي وایي، د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید په پلازمینه کابل کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی او ډرایور یې ژوبل دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د (فیفا) پروګرامونو مشر نعیم اصفري وویل، چې یوسف رشید سهار شااوخوا نهه بجې (نن) په ټني کوټ سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو او موټروان یې ټپي دی.

نعیم اصغري زیاتوي چې یوسف رشید ته هېڅ ډول ګواښ نه و شوی او نه هم هغه شخصي ستونزه درلوده."پرون مازدیګر له موږ سره یوځای و، ورسره مو خبرې وکړې، موږ ته یې هېڅ هم ونه ویل چې چا دې ورته ګواښ کړی وي."

ټاکل شوې وه چې یوسف رشید نن د سولې د څار ائتلاف د موجودیت په اعلان کې چې دی یې هم غړی و ګډون وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل چې د یوسف رشید په وژنه ککړو کسانو موندلو لپاره یې سختې پلټنې پیل کړې دي.

دا لوموړی ځل دی چې د انتخاباتو د څار بنسټ په لوړ پوړو غړیو دا ډول برید کېږي، تراوسه هېچا او یا هم هېڅ یوې ډلې د دې وژنې ذمه واري نه ده منلې.

د افغانستان جمهوري ریاست، د ملي مصالحې عالي شورا د افغانستان ولسي جرګې او په کابل کې د امریکا سفارت د نوموړي وژنه غندلې او دا یې مدني ټولنو او ولسواکۍ ته لویه ضایعه بللې ده.

د ارګ په اعلامیه کې هم په پېښه کې د ککړ کسانو پر لټون ټینګا شوی دی.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ماین چاودنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې نن سهار شااوخوا ۷ بجې دولسمې امنیتي حوزه کې په یوه رنجر موټر پسې د چسپکي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او بل هم ټپي شوی دی، تېره ورځ هم په یوه ورته پېښه کې پنځه کسان وژل شوي وو او ۷ تنه نور ټپیان وو.

XS
SM
MD
LG