د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا استازو جرګه د ولسمشر ټرمپ مواخذې ته تیاری نیسي


د امریکايي کانګرس پر ودانۍ په حمله کې د ولسمشر ډنلډ ټرمپ د رول له وجې د ډيموکراټ ګوند اکثریت لرونکې د استازو جرګه په راروانه اوونۍ کې د ولسمشر ټرمپ مواخذې ته تیاری نیسي.

د استازو جرګې سپیکرې نېنسي پلوسي د جنورۍ پر اتمه دړکه ورکړې چې که چېرې مرستیال ولسمشر مایک پېنس او کابینې د ایین ۲۵م بدلون د ولسمشر ټرمپ د لرې کولو لپاره استعمال نه کړ او یا هغه پخپله مستعفي نه شو نو دوی به پخپله کوم ګام پورته کړي.

خو نېسني پلوسي په رسمي توګه د ولسمشر ټرمپ د مواخذې ذکر ونه کړ.

نېنسي پلوسي په یو بیان کې ویلي چې که ولسمشر پخپله له خپلې دندې په رضاکارانه ډول لرې نه شو نو کانګریس به د دوی خبره عملي کوي.

د امریکا د استازو جرګه
د امریکا د استازو جرګه

خو په داسې وخت کې چې د ولسمشر ډنلډ ټرمپ کاري موده د جنورۍ پر ۲۰مه پای ته رسېږي دا به ګرانه وي چې په دغه لږ وخت کې نوموړی له خپلې دندې لرې کړای شي.

بلخو منتخب ولسمشر جو بایډن له میډیا سره په خبرو کې ویلي په داسې وخت کې چې هغه خپل ټول پام یووالي راوستو، د کورونا وبا مخنیوي او د اقتصاد اړخ ته ورکول غواړي، د ولسمشر ټرمپ د مواخذې په اړه د تقسیم ښکار ممکنه لانجمن عمل ته خوښ نه دی.

جو بایډن ویلي، دا ضروري ده چې هغه له دفتره لرې کړای شي او په دې اړه د جنورۍ پر ۲۰ مه د دوی څوګند پورته کول یې تر ټولو زر لاره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG