د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لر او بر یو افغان نعره


میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه: ۲۰۲۰، ۱۵ نومبر
میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه: ۲۰۲۰، ۱۵ نومبر

د جنورۍ پر شپږمه ځینو پاکستانیو رسنیو د لر او بر یو افغان نعرې په ژباړلو سره ولیکل چې ځینې خلک پورته کابل او لاندې پېښور د یو افغان په شعار غواړي خپلځان له پاکستانه جلا کړي.

دا تبصرې ځکه پیل شوې چې پر همدې نېټه د پاکستان جمهوري غورځنګ د بنو په جلسه کې چې کله د عوامي نیشنل ګوند یوه مرکزي مشر او د قامي اسمبلۍ غړي امیر حیدر هوتي وینا کوله نو د لر او بر یو افغان نعرې ووهل شوې.

د لر او بر یو افغان نعرې په باب یوه وتلي سیاستوال او شنونکی افراسیاب خټک له مشال راډيو سره د جنورۍ پر اوومه په خبرو کې وویل: ''له دې نعرې سره له پخوا راهیسې پښتانه اشنا دي، دا نعره چې له کوم احساسه زیږېدلې ده، هغه ډېر پخوانی دی، دا خو داسې نه ده چې پرون یوڅوک سره کښېنستل او دغه نعره یې جوړه کړه. دواړو غاړو ته مېشت پښتانه لر د کابل او بر د پېښور په معنه اخلي او دغه نعره د دواړو خواوو د پښتنو د تاریخي، کلتوري او لساني یووالې سره سره د یوه بل په خوشالیو او خپګان کې د خپلوۍ او ملګرتیا یوه نښه هم څرګندوي. ولې پخواني پوځي جنرال پروېز مشرف به دا نه ویل څه؟ چې دوی ځکه په افغانستان کې د طالبانو مرسته کوي چې طالبان پښتانه دي او پښتانه په پاکستان کې هم مېشت دي، چې کله دغه نعرې ریاست ته ګټه ورکړې ده نو دوی یې استعمال کړې دی، او چې کله یې پښتانه د خپل پښتون افغان ورور لپاره کاروي نو مخالفت يې شوی، خو باید تنقید کوونکي د دې پر تاریخ ځان پوهه کړي.''

دا نعره د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یا هم د عوامي نېشنل ګوند په جلسو او سیاسي غونډو کې د ځینو مشرانو د وینا ګانو پر وخت وهل کېږي یا ځینې وخت یې مشران خپله د جلسې ګډونوالو د رابیدارولو لپاره وهي.

د پاکستان ځینې رسنۍ دا له یو بل هېواد سره د یوځای کېدو په معنا اخلي، خو خبریال او څېړونکی مشرف زیدي وایي د یوه قام وګړي د یوه بل هېواد له تاریخ، ژبې او کلتور سره یووالی ښيي نو دا خو د مینېی او ورورولۍ نښه ده او دغه یې اییني حق دی.

د جنورۍ پر اوومه له مشال راډیو سره په خبرو کې مشرف زیدي وویل: ''زما په اند د لر او بر یو افغان نعره د پښتنو ترمنځ د مینې عکاسي کوي، ځېنې خلک ښايي دا نعره د یوه نوي ملک جوړولو په غرض هم استعمالوي، خو زما په فکر که یو تن د ایین ترمخه د خپلو حقونو د غوښتلو خبره کوي او دغه نعره له یوه بل ورو سره د خواخوږۍ ښودلو لپاره لګوي نو څه بده خبره نه ده، که یو قام څلوېښت کاله تر ناامنۍ تېر شوی وي او د خپل بل ورور سره د لر او بر په نعره یووالی ښیي نو باید چې ماته ترې څه مسله نه وي.''

د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلمان غړیو د پښتنو د ځینو مشرانو پر ویناو وخت په وخت نیوکې کړي چې پکې د دوی په سیاسي غونډو کې د لر او بر پر نعره اعتراضات هم شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ګل ظفر خان د لر او بر پر نعره د خپل ګوند د اعتراض په اړه وايي: ''په دې کې څه شک نشته چې دواړو خواو ته پښتانه اوسېږي، لکه موږ خو په جلا جلا هېوادونو کې ژوند کوو، له یو بل سره ښه تعلقات غواړو، خو که د یوې نعرې څخه انتشار پېلېږي نو د دغه نعرې ضرورت څه دئ؟''

بلخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په خپله یوه پخوانۍ وینا کې وایي چې کله په جلال اباد ښار کې یې د خپل نیکه خان عبدالغفار خان د مزار بنیاد اېښودلو وروسته پېښور ته ستانه شول نو لومړی پرې دا اعتراض وشو چې دوی هلته د لر او بر یو افغان نعره ولې وهلې. نوموړي وویل ده په ځواب کې په هغه وخت کې په سېنټ کې وویل چې ټول پښتانه افغانان دي او باید پر دغه نعره اعتراض ونه شي.

خو تر اوسه په پاکستان کې پر دغه نعره وخت په وخت اعتراضونه پورته کیږي.

د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی سردار حسېن بابک د جنورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وايي، که د پاکستان په پارلمان کې د هند له پنجاب سره د یووالي، بغېر وېزې تګ راتګ او تجارت خبره کیږي نو بیا ولې له پښتانه له افغانانو سره د یووالې نعرې او خبرې نه شي کولی.

نوموړی زیاتوي: ''دوی دغه نعرې ته دا رنګ ورکړی دې چې کابل ښکته او پېښور بره، یا پېښور ښکته او کابل بره، باید دوی دې د دې پر تاریخ ځان پوهه کړي چې ټول پښتانه افغانان دي،شریک غم ښادي لري، د پاکستان د پنجابیانو او د هند د پنجابیانو هم زاړه تعلقات دي، دوی له یو بل سره د سوداګرۍ او بغېر له وېزې د تګ راتګ خبره کوي، نو موږ خو پرې اعتراض و نه کړ، باید دوی هم پرې اعتراض ونه لري.''

بلخوا د سیاسي چارو پوهان وایي د لر او بر نعره او یا د پښتنو ځانونه افغان بللو خبرې له پاکستان جوړیدو وړاندې تاریخ لري او باید پر دې اعتراضات ونه شي ، افراسیاب خټک یې په اړه وایي ((که څوک ځان پوهه کول نغواړي نو هغه خو بیله خبره ده خو چې څوک نه پوهیږي د هغوي لپاره به زه دا ووایم، چې خوشال خان بابا له نن نه سوونه کاله پخوا ویلي وو چې:

‘د افغان په ننګ مې وتړله توره ـــ ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم'

په هغه وخت کې خو پاکستان نه وو، خان عبدالغفار خان هم په ۱۹۲۱ د (انجمن اصلاح الافاغنه) د افغانانو د اصلاح په نوم ازادې مدرسې جوړې کړې وې، چې مقصد یې د پښتنو افغانانو بچو ته تعلیم ورکول وو، او پښتنو افغانانو باچا خان ته د فخر افغان نوم ورکړی وو، دا د پاکستان له جوړېدو ډېره موده مخکې خبرې دي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې په انتخاباتو کې تر بریا وروسته ولس ته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي وو چې غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره ازادې وساتي.

په پاکستان او افغانستان کې مېشت پښتنو هم وخت په وخت له خپلو حکومتونو نه بغېر وېزې د تګ راتګ غوښتنه کړې ده.

پښتانه سیاسي مشران وایي څنګ چې په پنجاب کې د هند له پنجاب سره د ګډ تاریخ او کلتور خبره کیږي، نو باید پښتانه هم که د پاکستان د ایین او قانون ترمخه په افغانستان کې له مېشتو پښتنو سره د ازاد تګ راتګ او په غم یا خوشالی کې د یووالي په اړه خبره او یا نعره پورته کوي باید چې اعتراض پرې ونه شي.

XS
SM
MD
LG