د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن دوه پخواني سفارتکاران په بهرنیو چارو وزارت کې د مرستیالانو څوکۍ ته نوموي


نوموړې د امریکا بهرنیو چارو د راتلونکي وزیر انتوني بلینکن د مرستیال د څوکۍ لپاره خوښه کړل شوې ده.
نوموړې د امریکا بهرنیو چارو د راتلونکي وزیر انتوني بلینکن د مرستیال د څوکۍ لپاره خوښه کړل شوې ده.

امریکايي رسنیو د جنورۍ پر پنځمه خبر ورکړ چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن غواړي د اوباما د حکومت هغه دوه پخواني سفارتکاران چې د ایران او اوکراین په اړه یې کار کړی وو د بهرنیو چارو د وزارت دوهمې او درېیمې درجې د عهدو لپاره ونوموی.

وینډي شرمن د ۲۰۱۱ز کال تر ۲۰۱۵ز کال پورې په اوباما انتظامیه کې د بهرنیو چارو مرستیاله پاتې شوې او له ایران سره د اټومي تړون په خبرو کې یې د امریکا استازیتوب کړی دی.

نوموړې د امریکا بهرنیو چارو د راتلونکي وزیر انتوني بلینکن د مرستیال د څوکۍ لپاره خوښه کړل شوې ده.

که منتخب ولسمشر جوبایډن وغواړي چې له ایران سره شوي اټومي تړون کې امریکا بیا شامله کړي نو ممکنه ده چې په دې لړ کې هلې ځلې ۷۱ کلنې شرمن ته وسپارل شي.

د امریکا په ګډون له نړیوالو قوتونو سره د ایران اټومي تړون په ۲۰۱۵ز کال کې شوی وو چې په ۲۰۱۸ز کال کې ترې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا ویستلو اعلان وکړ.

دا راز د بایډن انتقالي ټیم وکټوریا نولېنډ د بهرنیو چارو وزیر د مرستیالې د څوکۍ لپاره خوښه کړې ده.

نوموړې د ۲۰۱۳ز کال تر ۲۰۱۷ز کال پورې په اوباما انتظامیه کې هم د اروپايي او یورو-ایشیايي چارو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر مرستیاله وه.

نولېنډ د خپل کار په موده کې د اوکرین د لانجې په سر له روسي چارواکو سره سخت بحثونه کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG