د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لږکیان خوندي نه دي


پاکستاني سیکان
پاکستاني سیکان

څو ورځي مخکي د خیبر پښتونخوا په شبقد ر سیمه کي يو سيک حکيم پرمجیت سنګ سره د خپل يو مسلمان ملازم ناڅرګنده وسله والو ووژلو ، دا لومړی ځل نه دی چې دغه سیمه کي دا ډول پیښه رامنځته کیږي.

تيره میاشت هم يو بل سيک حکیم وژلی شوی و ، خو تر دا مهال ددغو وژنو نه خو چا پړه منلې ده او نه څه ګرفتاری شوي ده. د خالي په ورځ په پیښور کی میشتې سيک برادرۍ يوه احتجاجي مظاهره وکړه او حکومت نه یې د حفاظت غوښتنه وکړه، دا چی د دا ډول پيښو نه پس اقليتونه او په خاصه توګه سيکان آیا په خيبر پښتونخوا کي ځان محفوظه ګڼی او که نه ؟ د سوات سره تعلق لرونکي د قامی اسمبلي پخواني غړی ډاکټر آریش کمار واي

(( پخوا به په قبایلي سیمو کې زموږ لپاره حالات دومره خراب نه وو، اوس په تیرو څو کلونو کې حالات ډیر خراب شوي دي. خلک نورو سیمو او نورو هیوادونو ته د کډو په ویستلو اړ شوي دي. ))

دا چي په پاکستان کی د مذهبي عدم برداشت بنیادي وجه څه ده او د اقليتونو په نښه کیدل د پاکستاني ټولنی کوم مخ نړي ته وړاندي کوي ؟ په لاهور کي کارپوه پروفيسر حسن عسکري واي چی پاکستاني ټولنه به مذهبي حوالي سره يو مخيزه شوي ده او هر څه ته د مذهب سره سره د يو خاص مسلک په تناظر کي ګوري:

(( پاکستان کي د شهريت تصور په ختميدو دی، د ټولني يوه ډيره مختصره طبقه خو په دي لړ کی اواز اوچتوی خو د ټولني د اکثیرتی برخي تصور او نظریه په اسلام مبنی ده او غير مسلم ، د مسلمان په مقابله کی کمتر ګڼل کیږي ، ددي له وجي د ټولني چی کوم ويښ ضمير وي او د ټولني د کمزوری طبقي د حفاظت ضمانت ورکوي هغه اوس نه په نظر کيږي ))

دا چی د سیکانو سره سره په خيبر پښتونخوا کي د نورو مذهبي اقليتونو د حفاظت لپاره واکمن تحریک انصاف ګوند څه کوی ؟ د خيبر بښتونخوا د وزير اعلي پرويز خټک د اقليتونو لپاره خصوصی معاون سورن سنګ وايي چی په اقليتونو روان بريدونه هم په ملک رواني د ترهګري یوه برخه ده او چي کله هم د سولي خبری رواني شي، د سولي دښمنان به دا ډول پيښو لاس پوري کړي

(( سیکانو هغه بله ورځ د مظاهرې په ترڅ کې د حفاظت غوښتنه کوله، چیف منسټر هغوی ته باور ورکړی چې دوی ورته ډیر ګران دي، او د خوندیتوب لپاره یې لازم ګامونه پورته کوي. ))

پروفيسر حسن عسکري واي چي په پاکستان کي اقليتونه تر هغي نه شي خوندي کيدي تر کومه چي د ملک سیاسی، انتظامي او عدالتي واکدارا نو ټولني ته هر څه د اسلام نه بلکي د شهري ذمه وارو په تناظر کي نه وي تشريح کړي .
XS
SM
MD
LG