د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د اسلام د سپکاوي د تور په پلمه لږکیان ځورول کیږي


فایل فوټو ( پاکستاني عیسوي مذهبه خلک مظاهره کوي)
فایل فوټو ( پاکستاني عیسوي مذهبه خلک مظاهره کوي)

د الجزيره پر ويب پاڼه خپره شوې ليکنه کې راغلي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې د بشري حقونو د يوه تکړه مدافع وکيل راشد رحمان وژنه هغو اندېښنو ته تقويت بخښي چې د پاکستانۍ ټولنې د جوړښت په اړه مخ ته راځي.

په دې ټولنه کې اوس حتی يو څوک نه شي کولی په يوه جرم د تورن کس د حقونو دفاع وکړي.

ليکنه زياتوي، رحمان د ده ژوند ته د پېښو خطرو په اړه ځايي رياستي ادارو ته ويلي وو، خو هغه کسان يا ډلې چې د پاکستاني وګړو تر مينځ وېره او وحشت خپروي، نوموړي ته له رسېدو چا و نه ګرځول.

له دې دا جوتيږي چې خبره کله د مذهبي عقايدو پر بنياد د رامينځ ته شويو تاوتريخوالي د پېښو وي، د پاکستان د رياست طاقت چيرته په نظر نه راځي.

ليکنه کاږي، په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي له تورنو کسانو دا حق اخيستل شوی چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره د دې هېواد عدالتونو ته ولاړ شي.

په ليکنه کې د پاکستان لاهور ښار ته نږدې د پولیسو په یوه تاڼه کې د يوه ځوان هلک لخوا اسلام ته د سپکاوي په تور د يوه بل تورن کس د وژلو پېښه هم ياده شوې، چې د راشد رحمان له هغې څو ورځې وروسته مخې ته راغله.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، د ۲۰۰۱ م کال په جنورۍ کې د پنجاب د ګورنر سلمان تاثير له وژنې وروسته په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي د سزا پر قانون په عام محضر کې د بحث کولو کلچر له مينځه تللی.

په ليکنه کې دغه زار د ياد قانون په پاکستان کې د هندو لږکيو د ځورولو لپاره د کارول کېدو مسئله هم ياده شوې ده.

د ليکنې تر مخه، د هندوانو پر وړاندې د زور زياتي اکثره پېښې د پاکستان په سېند صوبه کې مخې ته راغلي، چې وايي، دغه سيمه د تاريخ په اوږدو کې د صوفيانو د سيمې په توګه ياده شوې او دا چې يو د پام وړ شمېر هندوان پکې مېشت وو.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې بيا وسله والې ډلې دغلته پر مېشتو عيسويانو سخته څارنه کوي، چې د دوی د دې فعاليتونو ښې بېلګې د صوبې په ګوجرا او جوزيف کالونۍ سيمو کې د عيسايي لږکيو د ځورولو هغه دي.

په ليکنه کې په دې وروستيو کې د خپور شوي يوه رپورټ په حواله ويل شوي چې په پاکستان کې دا مهال ۱۴ کسانو ته د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په تور کې د مرګ سزا اورول شوې ده او ۱۹ نور بيا د عمري بند په سزا محکوم دي.

د ليکنې په پای کې ويل شوي، پاکستان په داسې يوه ټولنه بدل شوی چيرته چې د يو چا پر ضد راوړل شوی اسلام ته د سپکاوي تور د هغه د سزا کولو او يا هم سوزولو لپاره کفايت کوي.
XS
SM
MD
LG