د لاسرسي ځای

ًپه چین پاکستان اقتصادي راهداری کې د پښتنو حق غواړوً



د پښتونخوا ولسي تحریک او کواریډور فرنټ مشر تور پوری کړی، چې د خیبر پښتونخوا وزیراعله په چین پاکستان اقتصادي راهداری پروژه کې د سیاسي ګټو پر بنسټ د پښتنو حقونه تر پښو لاندي کړي دي.

سید عالم محسود ګل په ورځ په پېښور کې تر یوې خبرې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې وزیراعلا پرویز خټک د مغربي لارې پرځای په وړو منصوبو تېروتلی دی او اوس پری پښتانه تېر باسي.

سید عالم وايي ((موږ په خپله لاره ریلوی غواړو، موږ سړکونه او د بجلی منصوبې غواړو،په خپلو سیمو کې بجلي او ګېس غواړو ، ځکه چې د دغې وروسته به کارخانې او صنعتونه لږي،خو وزیراعله پرویز خټک په دې اړه هیڅ ونه ویل او د پنجاب ټولې منصوبې یي ومنلې. او هیڅ یي را نه وړل.))

بلخوا وزیراعله پرویز خټک د خالي په ورځ په نوښار کې خبریالانو ته ویلي وو چې چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې یي دیامیر باشا ډیم، له پېښوره تر کراچۍ غبرګه پټلۍ، له ګلګته تر حویلیا سړک او د بجلې جوړولو په ګډون ځنې نورې منصوبې شاملي کړي دي.

خو د کواریډور فرنټ مشر سېد عالم محسود په خپلو خبرو کې وویل،چې په دغو کې زیاتره پروژې له وړاندې نه د اقتصادي راهدارۍ برخه وه، او هغه باید پر دې استعفا ورکړي چې په دغه مسله کې یي هیڅ لاس ته راوړنې ونه کړې. سید عالم وایي(( موږ به اوس احتجاجونه هم کوو، مظاهرې به هم کوو، چې څه مو په وس کې وي هغه به کوو،موږ اوس د وزیراعظم ټول ګوندیز کنفرنس هم نه منو.))

دې نه وړاندې وزیراعله پرویز خټک دا ویلي وو،چې په چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې به د پښتنو لپاره غږ پورته کوي، او د هغو ټولو منصوبو عملي کول به یقیني کوي، چې په مغربي لاره کې د خیبر پښتونخوا لپاره ښودل شوې وې.

XS
SM
MD
LG