د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو آییني حثیت؛ پښتانه ملت پال په یوه خوله نه دي


د قبایلي سیمو نقشه
د قبایلي سیمو نقشه

له کله چې د قبایلي سیمو د پارلیمان غړو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د فاټا د حیثیت په اړه یو آيیني ترمیمي بل جمع کړی دی ، په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو بحث یو ځل بیا تود شوی دی.

پراګ: له کله چې د قبایلي سیمو د پارلیمان غړو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د فاټا د حیثیت په اړه یو آيیني ترمیمي بل جمع کړی دی ، په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو بحث یو ځل بیا تود شوی دی.

د یو شمېر مسلو په څېر د قبایلي سیمو د آیني حیثیت په اړه هم د پښتون ملت پاله ګوندونو دریځ یو نه دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ او سنېټر عثمان خان کاکړ وايي ، له تاریخي پلوه قبایلي سیمې یو ازاد او خپلواک حیثیت لري نو باید دغه برقرار وساتل شي.

عثمان خان کاکړ پر دې موضوع له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل ، په قبایلي سیمو کې چې هر آینيبدلون راځي دا به د قبایلي ولس په خوښه وي. نه به ګورنر دا پریکړه کوي ، نه به اسلام اباد کوي او نه بل څوک.

ده وویل ، بله خبره دا ده چې د فاټا به خپله منتخبه جرګه وي ، منتخب کونسل به يي او دا کونسل به منتخبه ایګزیکټیو ټاکي. د فاټا به خپل ګورنر وي او د اولس په ووټ به وي. د کشمیر منتخبه اسمبلي شته ، د فاټا دې هم وي. ؛

عوامي نیشنل ګوند په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي او وايي چې باید قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډې کړل شي.

د دې ګوند یوه مشره او د پارلیمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وايي ، د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د یو ځاي کیدو سره به د پښتنو یوه پیاوړې صوبه جوړه شي.

بشرا ګوهر زیاته کړه چې ، عوامي نیشنل ګوند فاټا د خیبر پښتونخوا برخه ګڼي خو ورسره دا هم وايي چې له قبایلي ولس څخه دې پوښتنه وشي.

نوموړې وویل ، زموږ خیال دا دی چې قبایلي سیمې دې په قامي بهیر ورګډې کړل شي او د پښتونخوا په اسمبلۍ کې دي چوکۍ ورکړل شي او دا دې په جمهوري عمل کې پوره په پوره شاملې کړل شي.

د قامي وطن ګوند غوښتنه بیادا ده چې په پاکستان کې پښتانه په دریو برخو کې ویشل شوي دي ـــ چې له کبله يي د دوي قامي حیثیت اغیزمن شوی دی.

د قامي وطن ګوند مرکزي ویاند سلیم خان ایډوکیټ وايي ـــ باید د بلوچستان د پښتنو برخې ، قبایلي سیمې او خیبر پښتونخوا دې په یوه صوبه کې راټولې کړل شي.

سلیم خان ایډوکیټ وویل ،که قبایلي سیمې ، جنوبي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا یو شي نو په قامي اسمبلۍ کې به موږ ته یو اویا (۷۱) چوکۍ په لاس راشي او موږ به د پاکستان په پارلمان کې یو ډیر غښتلې او کوټلې قوت شو.

سلیم خان ایډوکیټ زیاته کړه چې که چیرې موږ وګورو نو پښتانه په څلور ځایه ویشل شوي یو ، په پاکستان کې په دریو جلا جلا برخو کې ژوند کوو. زمونږ د ګوند غوښتنه داده چې باید دا درې واړه برخې یو شي.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه دا دریځ لري چې قبایلي سیمې او خیبر پښتونخوا د جغرافیا له نظره په یو تار کې پیرل شوي دي نو له دې کبله باید دا یوه صوبه شي.

ډاکټر سید عالم محسود وویل ، دا خبره چې ګنې قبایلي سیمې دې یوه جدا صوبه شي ، نو دا خو له سره ممکنه نه ده ځکه چې د جغرافیا له نظره فاټا او خیبر پښتونخوا په یو مزي کې پیرل شوي دي.

ده وویل ، په قبایلو سیمه کې خو په خپلو کې له سره یوه غټه لار - هاې وې - نشته. او که چېرته دا وویل چې دارلخلافه به کوم ځاي جوړو نو بیا به فساد وګورې.

د ډاکټر سید عالم محسود په وینا ، بله دا چې موجوده حیثیت دې برقرار وساتل شي نو دغې خو دې ځاي ته راورسولو. یوازې لار يي داده چې د خیبر پښتونخوا برخه وګرزول شي.

د یادونې وړ ده چې قبایلي ولس له ډیرې مودې هلته په پلي شوي قانون - ایف سي آر -کې له بدلونونو سره سره په قبایلي سیمو کې د صحت ، تعلیم او روزګار د اسانتیاو غوښتنه کوي.

د یادو سیمو د مشرانو په وینا ، د پاکستان مرکزي حکومت لا هم د دوی په ژوند کې د اړینو بدلونونو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG