د امريکا د ټیکساس رياست سېنېټر ټیډ کروز په مشرۍ د رپبلېکن سېنېټرانو یوه ډله وايي چې دوی به د منتخب ولسمشر جو بایډن بریا په کانګرس کې چيلنج کوي چې په راتلونکې اونۍ کې د انتخاباتي کالج پایلې پای ته رسیږي.
دا اقدام اصلاً سمبوليک دی چې د جنورۍ پر ۲۰مه بايډن د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کولو د مخنيوي هيڅ امکان نه لري، خو د امريکايي رايي ورکوونکو ارادې ته د زیان رسولو بې ساري هڅې څرګندوي.
د جنورۍ پر دويمه په یوه بیان کې ، ۱۱ جمهوري غوښتونکو ادعا وکړه چې "د ۲۰۲۰ ټاکنو کې د درغلیو او بې نظمیو ادعاګانې د دوي د ژوند په اوږدو کې تر هر څه ډیرې دي. خو دوي سره د دې ادعا د ملاتړ لپاره هیڅ شواهد شتون نلري.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بایډن بریا نه ده تسليم کړې. ټرمپ خپلې هغه بې بنسټه ادعاګانې بيا تکرار کړې چې په ټاکنو کې درغلي شوي دي او ژمنه يې وکړه چې د ټاکنو نتيجو چيلنج کولو ته به دوام ورکوي.
تمه کېږي چې د کانګریس د ګډې غونډې په پرمهال د پبلکن ګوند ۱۴۰ غړي د ریاستي نتيجو په اړه اعتراض وکړي.
د بایډن ویاند مایکل ګوین دغه اقدام رد کړی او دا يې سیاسي ټيټر بللي دي.
ده وويل چې دا اقدام به حقیقت بدل نکړي چې منتخب ولسمشر جو بایډن به د جنوري پر شلمه د لوړې مراسم ترسره کړي.