د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان عامې روغتیا وزیر له دندې ګوښه


د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني
د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د ډېسېمبر پر ۳۱مه وویل، له دندې لرې کړل شوی دی.

احمد جواد عثماني رسنیو په استول شوي ویډیويي پيغام کې ویلي، بې له دې چې په خپله استعفا وکړي، د ارګ له خوا مکتوب ور رسیدلی چې استعفا یې منل شوې ده.

هغه وايي، ولسمشر ترېنه غوښتنه وکړه چې له دندې استعفا ورکړي، خو ورته یې په ځواب کې وویل چې د هغه د کار د دوام په وړاندې کوم قانوني خنډ نه شته.

نوموړی وايي، ولسمشر ترې دوباره د ټېلېفون له لارې وغوښتل چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د نوموړي په وینا، هغه استعفا نه ده ورکړې خو د ډېسېمبر پر۳۱مه یې د چارو ادارې له خوا مکتوب ترلاسه کړی چې پکې راغلي، د عامې روغتیا د وزیر استعفا منل شوې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي د عامې روغتيا په وزارت کې پيدا شوی حالت د ده په وينا د ټولو سپکاوی دی او نوی وزير به سياسي شخص نه وي.

د ارګ لخوا پرون (د ډېسېمبر پر ۳۱مه) خپره شوې اعلاميه کې د ولسمشر غني له خولې راغلي بايد قانون ته درناوی وشي او هغه کسان چې له قانونه يې سرغړونه کړې بايد سزا شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کې، تر دې وړاندې، د بډې اخېستنې په تور څلور کار کوونکي، نیول شوي وو. ځیني رسنیو راپور ورکړی، چې د ښاغلي عثماني ورور او د کاکا زوی په نیول شویو کسانو کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG