د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې د هندوانو زیارت ویجاړولو په تور ۳۱ کسان نیول شوي


بلوه ګرو په کرک کې د هندوانو یوه زیارت ته اور ورته کړ: ۲۰۲۰، ۳۱م ډېسېمبر
بلوه ګرو په کرک کې د هندوانو یوه زیارت ته اور ورته کړ: ۲۰۲۰، ۳۱م ډېسېمبر

د خېبر پښتونخوا پوليسو مشر ويلي، په کرک کې يې ۳۱ مشکوک کسان د هندوانو د یوه زيارت د ورانولو او سوځولو په تور ګرفتاره کړي دي.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر زيارت تر ۴۰۰ زياتو کسانو د حملې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه.

ثنا الله عباسي د ډېسېمبر پر ۳۱ مه د کرک په ټېري کلي کې خبريالانو ته وويل تر ۳۰۰ زياتو کسانو خلاف مقدمه درج شوې ده.

په نيولیو کې د جميعت علمای اسلام يو سیاستوال او پخوانی ضلعي ناظم رحمت سلام خټک هم شامل دی.

عباسي چې له ځينو نورو پوليس چارواکو او انتظامي مشرانو سره د پېښې ځای ته ورغلی وو، زیاته کړه چې هېچا ته د "مذهبي ګډوډۍ" پيدا کولو اجازه نه ورکوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په ټېري کې زیارت د هندوانو ملکیت وو او هغوی په تېرو وختونو کې د نورې ځمکې په اخیستو د زیارت سیمه پراخوله چې له وجې یې لانجه جوړه شوه.

د ځینو راپورونو له مخې د کرک ټېري زیارت پېښه له هغې وروسته شوې چې کله یو ځای ملا په دغه زیارت کې د نوې ابادۍ خلاف خبرې وکړې، او د ځمکي پر سر لانجه جوړه شوه چې له وړاندې نه پرې شخړه روانه وه.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره شوه چې پکې ځايي خلک د هندوانو یو زوړ زیارت ورانوي.

د کرک په ټېري سیمه کې پارېدولیو خلکو د الله اکبر نعرې هم وهلې.

د سیمې هندوان وايي، دغه زیارت د دوی لپاره یو تاریخي او مقدس مذهبي ځای وو.

د زیارت پر ورانولو غبرګون

د کرک ضلعې خبر په ګڼو نړیوالو مطبوعاتو کې هم راغلی.

د پاکستان مشر قاضي (چیف جستس) ګلزار احمد د پېښې نوټس اخيستی دی او د خیبر پښتونخوا چيف سېکرېټري او د پېښور پوليسو مشر ته يې د جنورۍ تر څلورمې پورې د رپورټ وړاندې کولو ويلي دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن هم د ډېسېمبر پر ۳۱ پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه پېښې د غندلو تر څنګ ویلي باید د دوی د مذهبي ځایونو د خوندي ساتلو لپاره د پولیسو خاص ځواک جوړ کړل شي.

کراچۍ کې هندوانو د کرک پېښې پرضد لاریون وکړ
کراچۍ کې هندوانو د کرک پېښې پرضد لاریون وکړ

د کورمې د پاړه چنار یوه ځایي مذهبي مشر محمد کونین د ډېسېمبر پر ۳۱ مه مشال راډیو ته وویل دوی د کرک د پېښې غندنه کوي او باید مذهبي مشران په ولس کې د زغم او ورورولۍ زیاتولو لپاره کار وکړي: ''موږ د ټولو مذهبونو لارویانو لپاره ازادي غوښتونکي یو، چې د پښتنو پر خاوره څوک هم اوسېږي او د کوم مذهب سره تعلق لري باید پرامنه ژوند ولري او پوره مذهبي ازادي ولري، زموږ په کورمه کې هم ډېر زاړه زیارتونه دي، له ما سره ډېر نږدې یوه کلیسا ده، هغوی خپل عبادت کوي او موږ خپل جوماتونه لرو، موږ د کرک د پېښې غندنه کوو، اسلام د امن، مینې او د ښو اخلاقو مذهب دی، پېغمبر حضرت محمد هم په ښو اخلاقو او مینه دیني تبلیغات کړي وو.''

د ډېسېمبر پر ۳۱مه د پاکستان د هندو کونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر رمېش وانکواني مشال راډیو ته وویل دوی ته د وزیراعظم عمران خان او د ګڼو نورو مذهبي او سیاسي مشرانو ټېلېفونونه ورغلي.

نوموړي وویل، په ټولنه کې د مذهبي لږکیو لپاره له زغم او برداشت سره سره باید د داسې پېښو خلاف د قانون عملي کول هم سخت کړل شي: ''ګورئ زه دا ګڼم چې زموږ په ټولنه او یا نورو ملکونو کې داسې پېښې کېدل ښه خبره نه ده، په پاکستان کې دننه باید داسې پېښې و نشي، ځینې داسې عناصر شته چې په ټولنه کې کرکه خوروي، خو زه وایم چې په ۱۹۹۷ز کې دا زیارت چا وران کړی وو، هم هغو عناصرو یو ځل بیا وران کړ، نو که په هغه وخت قانوني کارروایي شوې وی نن به داسې نه وو.''

د پاکستان علما کونسل مشر او د مذهبي روادارۍ په اړه د وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ محمد طاهر اشرفي د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل باید علما د مذهبي روادارۍ د خورولو لپاره د منبر او محراب استعمال وکړي: ''دا ډېره ضروري خبره ده، یوازې خطبه کې نه بلکې دیني علما باید په هر فورم او ځای کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره کار وکړي، دا یوه ډېره غلطه پېښه شوې ده،که څه هم وي باید څوک قانون په لاس کې وانخلي،د محراب او منبر استعمال ډېر مهم دی، باید علما په ټولنه کې د برابرۍ او امن پېغام خپور کړي، او ولس ته هم کتل پکار دي،چې که څوک، که هغه مذهبي مشر وي، یا سیاسي او یا له میډیا سره تعلق لري او په ټولنه کې فساد خوروي، نو باید چې خبره یې وانوري، حکومت هم د داسې خلکو مخنیوی کوي.''

د اسلامي نظریاتي کونسل پخوانی مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، د داسې پېښو مخې ته راتلل ښکاره کوي چې د مذهبي روادارۍ په اړه د ټولنې پخواني او زاړه قدرونه په ختمېدو دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل: ''د ضیاءالحق د دور وروسته حالات بدل شول، تر دې وړاندې به زموږ په سیمو کې د مختلفو مذهبونو منونکي ډېر په امن او له یو بل سره په مینه اوسېدل. په ۱۹۶۵ کې د پاکستان او هند تر جنګ وړاندې به زما نیکه ته له هنده خطونه راتلل، نو ما به د خپل نیکه له اړخه په هند کې د هغه دغو هندي دوستانو ته ځوابونه لیکل، خو اوس حالات ډېر بدل شول، زموږ ځوان کهول هم خبرو ته فکر نه کوي. د کرک په ټېري سیمه کېځوانان ډېر په جذباتو کې زیارت ته اور اچوي، او د زیارت وداني ورانوي، نو له دغې مالومیږي چې څومره د خپګان وړ ذهني بدلون راغلی دی.''

د ۲۰۲۰ م کال د ډېسېمبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان د نړۍ هغو ۱۰ هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي چې د مذهبي ازادۍ په اړه د ځانګړې اندېښنې وړ دي.

خو پاکستان وایي داسې خبرې ناسمې دي چې ګني په هغه هېواد کې مېشت اقلیتونه مذهبي ازادي نه لري.

د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري د ډېسېمبر پر ۳۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه په کرک کې د زیارت د ورانولو د پېښې غندنه کړې او لیکلي دي چې دغه پېښه په هېواد کې د مذهبي روادارۍ خلاف یو سازش دی او د زغملو وړ نه دی، قادري لیکلي چې په هېواد کې د اقلیتونو د مذهبي ازادۍ تحفظ یې دیني، اییني، قامي او اخلاقي فرض دی.

XS
SM
MD
LG