د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پوتین نوی قانون جمهوري بهیر کمزوری کوي'


د روس ولسمشر ولادمیر پوتین له لوري لاسلیک شوې مسوده د ډېسېمبر پر ۳۰مه د قانون حیثیت ترلاسه کړ.
د روس ولسمشر ولادمیر پوتین له لوري لاسلیک شوې مسوده د ډېسېمبر پر ۳۰مه د قانون حیثیت ترلاسه کړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو داسې قانون منظور کړی چې د انساني حقونو د څار ادارې او د مخالفو ګوندونو سیاستوالان وايي جمهوري بهیر کمزوری کوي.

دا مسوده د "بهرنیو ایجنټانو" په هکله په یو لانجمن قانون کې تر یو لړ ترمیمونو پس د ډېسېمبر پر ۳۰مه قانون شوه.

د دغه قانون له مخې، د بهرنیو ایجنټانو په زمره کې د هغو کسانو او یا کمپنیو شاملولو ته لاره برابره شوه چې د یو بهرني ریاست د ګټې لپاره په سیاسي فعالیتونو کې ککړ وي.

هغه تنظیمونه چې په دې نوم یاد شي، کېدای شي چې د خپلو فعالیتونو په اړه ورڅخه معلومات وغوښتی شي او د مالي چارو کلنی حساب یې وشي.

د بهرني اېجنټ په نوملړ کې د شاملېدو تر شا لاملونه جلسې، سیاسي مباحثې، د ریاستي پالیسیو په اړه نظر ورکول، په انتخاباتو یا ټولپوښتنه کې د یوې ځانګړې نتیجې لپاره هڅې کول، او یوې بهرنۍ کمپنۍ ته د ګټې رسولو لپاره د سیاسي ګوندونو برخه جوړېدل شامل دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه وړاندې شوي قانون نیوکې کړي او وايي چې د مدني ټولنې د هغو ډلو کارونه به محدود او زیانمن کړي چې د روس بهر ورڅخه او د نورو ډلو لخوا ورته پیسې ملاوېږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG