په کروشيا کې راغلې زلزلې شپږ کسان مړه کړي او تر ۲۰ زیات يې ژوبل کړي دي.
په تېرو دوو ورځو کې راغلې زلزلې د کروشیا د مرکز زاګریب په ګډون په یوشمېر ښارونو او سیمو کې ودانیو ته زیانونه رسولي دي.
د ډېسېمبر پر ۲۹مه د زلزلې وروسته په ټېلېویژني فوټېج ښيي چې څنګه ژغورونکي د ړنګو ودانیو له کنډکپرو خلک راباسي.
په رېښتر سکېل د زلزلې کچه ۶.۳ ښودل شوې ده.
د ځمکني ساینس په اړه د جرمني یوه څېړنیز مرکز (جي اېف زېډ) ترمخه د دغه زلزلې کچه ۶.۴ وه، چې له زاګریبه ۴۶ کلومیټره لیرې سوهېل ختیزه سیمه کې ۱۰ کلومیټره لاندې لګېدلی.
د دغه زلزلې جټکې د کروشیا ترڅنګ په ګاونډیو هېوادونو سربیا، بوسنیا هرزېګوینا او سلوانیا کې هم محسوسه کړل شوې دي.