د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان په استعفا پسې اسلام اباد ته ځو: پي ډي ايم


د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د اپوزیشن ګوندونو د حکومت خلاف لویه غونډه وکړه
د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د اپوزیشن ګوندونو د حکومت خلاف لویه غونډه وکړه

د پاکستان جمهوري تحریک مشرانو په دوشنبه په لاهور کې د خپلې غونډې پس ماښام مهال خبري کنفرانس ته ویلي، خپلو کې له سلا مشورو وروسته یې دا پرېکړه کړې چې وزیر اعظم عمران خان دې د جنورۍ تر ۳۱مې استعفا ورکړي ګنې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه به د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ کوي.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د غورځنګ پر کارکنانو غږ وکړو چې د حکومت پرضد د اسلام اباد د لانګ مارچ لپاره دې په (پي ډي اېم) کې د شاملو ګوندونو غړي خپل تیاری جاري وساتي.

اپوزېشن دریځ لري چې د عمران خان حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو ټاکنو کې په درغلیو ته راغلی دی.

لاهور کې د پاکستان جمهوري تحريک جلسه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:14 0:00

د خبري غونډې پر مهال مولانا فضل الرحمان او پېپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري یوځل بیا له حکومت سره د مذاکراتو امکان رد کړ او زیاته یې کړه. ترڅو چې د خبرو اترو خبره ده نو په دغه اړه د پاکستان جمهوري تحریک دریځ د لاهور په جلسه کې وړاندي کړل شوی وو چې د مذاکراتو وخت اوس ختم شوی او اوس د لانګ مارچ او د عمران خان څخه د استعفا اخېستلو وخت رارسېدلی دی."


د مسلیم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز هم وویل چې له هېڅ یو چا سره به مذاکرات نه کېږي او د حکومت د راپرزولو پورې به خپل تحریک جاري ساتي:

مریم نواز زیاته کړه: "وړاندې مې هم دا خبره کړې ده چې اوس موږ د ولس عدالت حاضر شوی یو، اوس به د ولس په واړندې ټوله خبره کېږي، راوستل شوي خلک او راوستونکي به اوس له مخې څخه شا ته کېږي."

په لاهور کې د پي ډي اېم له لوري د حکومت ضد جلسه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

که څه هم اپوزېشن له حکومت او د دوی په وینا د حکومت له راوستونکو سره د هر ډول خبرو کولو ډډه اعلام کړې خو د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل، د دوی حکومت ولس ټاکلی دی او د عمران خان په مشرۍ به دا هېواد مخ پر وړاندې وړي. نوموړي زیاته اپوزېشن له حکومت سره خبرې نه کول غواړي نو دوی ته دې وښيي چې له چا سره خبرې کول غواړي د هغې بندوبست به ورته وکړي.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د لاهور د جلسې وروسته خپله وزیر اعظم عمران خان او نورو وفاقي وزیرانو هم یوځل بیا خپل دریځ تکرار کړی چې مخالف سیاسي ګوندونه د حکومت پرضد د تحریک له لارې خپل مشران د احتساب عمل څخه بچ کول غواړي خو د احتساب په معامله به چيرې هم له اپوزیشن سره ملي پخلاینه یا اېن ار ونه کړي.

خو اپوزیشن ګوندونه د حکومت دغه خبره ردوي او وايي، د احتساب له لارې دوی خپل سیاسي مخالفین په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG