د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان تر استعفا به تحریک روان وي: مولانا فضل الرحمان


د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر کولانا فضل الرحمن یوې غونډې ته د وینا پر حال - د ارشیف انځور
د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر کولانا فضل الرحمن یوې غونډې ته د وینا پر حال - د ارشیف انځور

د پاکستان جمهوری تحریک (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، حکومت دې یې غونډو ته امنیت ورکړي او که یې نه ورکوي نو خپل امنیت به خپله وساتي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۹مه (پرون) په ملتان کې یوې خبري ناستې ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې اپوزېشن به جلسې کوي او د دې امنیت ساتل د ریاست دنده ده.

د ده په خبره، هر کله چې "ریاست له خپلې ذمه وارۍ لاسونه اوچت کړل او ویې ویل چې دوی د ولس ساتنه نه شي کولای" نو بیا اړ دي چې خپل امنیت په خپلو رضاکارانو وساتي.

مولانا فضل الرحمان وویل دا حکومت د بل چا په تکیه ولاړ دی، هر کله چې یې دا تکیه اخوا شوه نو بیا به دا حکومت نه وي.

مولانا فضل الرحمان د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) باندې هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اوسنیو واکمنانو نه یوازې د دې پروژې راتلونکې ویجاړه کړې بلکې د چین غوندې له نېږدې دوست هېواد سره بې باوري جوړه کړه او په ټوله سیمه کې یې پاکستان یوازې کړ.

ده وویل، حکومت یو داسې قانون جوړول غواړي چې ورسره به د سیپیک مشر او نورو کارکوونکو ته د احتساب قامي اداره (نیب) هېڅ نشي ویلی او هغوی ته به "د درغلیو لارې هم ازادې" وي.

مولانا فضل الرحمن دې ته په "سرکاري توګه د قانوني کرپشن" نوم ورکړ.

د پي ډي اېم مشر وویل کله چې په امریکا کې نوی ولسمشر راځي نو د هېواد جهاني تګلاره نه ورسره اوړي. د ده وویل چې دوی له امریکا سره د اړیکو خرابولو په حق نه دي. خو د امریکا تر فشار لاندې تګلارې جوړولو په حق کې هم نه دي.

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمن وويل چې له حکومت سره هېڅ ډول مذاکرات نه شي کېدای او تحریک به یې د عمران خان تر استعفا او د نویو انتخاباتو تر اعلانه روان وي.

د اپوزېشن ګوندونو ټلواله بیا بیا تورونه لګوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت پوځي ایسټیبلشمنټ کښېنولی دی خو د واکمن ګوند استازي بیا بیا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د ۲۰۱۸ز کال انتخاباتو کې د ولس په رایه ټاکل شوي دي.

حکومتی وزیران وايي د جمهوری تحریک جلسې د خپلو درغلیو پاکولو لپاره دي او دوی نه غواړي چې پاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې ترقي وکړي.

XS
SM
MD
LG