د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کریمې بلوڅ پر مړینه د امنیسټي انټرنیشنل، اېچ ار سي پي او د پي ټي اېم خپګان


کریمه بلوڅ
کریمه بلوڅ

د بښني نړیوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېشن او پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوڅانو د حقونو فعالې کریمې بلوڅ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې.

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د کریمې بلوځ له مړينې وروسته په سېشنبه دې ادارو او پي ټي اېم پر ټويټر پاڼو د پېښې پلټنې غوښتې او ويلي دي هر څوک چې د هغې په مرګ کې ککړ وي ژر تر ژره دې ګرفتاره کړل شي، خو د ټورنټو پولیسو د دسمبر پر ۲۲مه ناوخته ویلي، باور نه لري چې د کریمې بلوڅې مرګ دې په مشکوکو حالاتو کې شوی وي.

کریمه بلوڅ د بلوڅ زده کوونکو د سازمان پخوانۍ مشره وه او په ۲۰۱۵ م کال کې له بلوچستانه کاناډا ته تر هغه وروسته کډه شوه چې په ادعا یې د مرګ ګواښونه ورته کېدل.

دا دویم بلوڅ تن دی چې په جلاوطنۍ کې تر ورکېدو وروسته یې مړی موندل کېږي. سږ کال په مارچ کې بلوڅ خبریال ساجد حسین هم په سویډن کې ورک شوی وو، او وروسته یې مړی موندل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG