د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کریمې بلوڅ د مړینې ازادې پلټنې غواړو: بلوڅ قامي پیوستون کونسل


په کوټه کې د بلوڅ قامي پیوستون کونسل احتجاجي لاریون په کاناډا کې د کریمې بلوڅ د مرګ پلټنې غواړي چې مړی یې د اوبو له ډنډ سره نېږدې موندل شوی وو. 2020, 24 دسمبر
په کوټه کې د بلوڅ قامي پیوستون کونسل احتجاجي لاریون په کاناډا کې د کریمې بلوڅ د مرګ پلټنې غواړي چې مړی یې د اوبو له ډنډ سره نېږدې موندل شوی وو. 2020, 24 دسمبر

د انساني حقوقو د یوې فعالې غړې او د بلوڅ زده کوونکو پخوانۍ مشرې کریمې بلوڅ د مړینې پرضد د ډېسېمبر ۲۳مې پر مازیګر په کوټه کې یو لوی احتجاج وشو.

مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د کریمې بلوڅ د مرګ دې ازادې پلټنې وشي او د هغه په مرګ ککړ کسان دې ونیول شي.

د ټورانټو پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۲مه ناوخته ویلي، باور نه لري چې د بلوڅې مرګ دې په مشکوکو حالاتو کې شوی وي.

د ټورانټو ښار پولیس وايي، د بلوڅ زده کوونکو د سازمان (بلوچ سټوډنټس اورګنایزېشن – ازاد یا بي اېس او ازاد) پخوانۍ مشره کریمه بلوڅ د ډېسمېبر پر ۲۰ له خپله کوره تر وتلو وروسته ورکه شوه.

د نوموړې مړی د ډېسېمبر پر ۲۱مه وموندل شو.

د بلوڅ قامي پیوستون کونسل او د بلوڅ زده کونکو اتحادیې (بي ایس او - ازاد ) پلویانو خپل لاریون د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته پیل کړ او د ښار په بېلابېلو کوڅو کې تر تېرېدو وروسته یې پر اېدي چوک احتجاجي مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو په لاسونو کې د کریمې بلوڅ تصویرونه اخیستي ول او شعارونه یې ورکول چې د هغې د مړینې ازادې پلټنې غواړي.

ډېری ویناوالو په خپلو څرګندونو کې اندېښنه ښودلې چې بلوڅان د نړۍ په هېڅ ګوټ کې خوندي نه دي.

بلوڅ نه ټیټېږي او نه ماتېږي.
شمایله اسماعیل

د بلوچستان نیشنل ګوند د ښځو څانګې مشرې شمایلې اسماعیل وویل، چې لفظ بلوڅ خلکو ته د منلو وړ نه دی. د دې په وینا، د کریمې بلوڅ له وژلو څخه بلوڅ قام ته دا ښودل غواړي چې د هغې د مرګ تر شا لاسونه څومره زورور دي.

شمایلې وویل چې ''نن موږ دا ثابته کړه چې موږ به د هر ظلم پروړاندې تر وروستي بلوڅه په کلکه ولاړ یو او د ظلم پرضد بخ خپل ږغ پورته کوو.بلوڅ نه ټیټېږي او نه ماتېږي."

د مظاهرې ځینو برخوالو له مشال راډیو سره په خبرو کې د کریمې بلوڅ وژنه وغندله او زیاته یې کړه چې د کریمې بلوڅ د قتل دې په ازاده توګه پلټنې وشي او که چېرې داسې نه کېږي نو بیا به د بې وزله او غریبو هېوادو پر ملګرو ملتونو باور ختم شي.

کریمه بلوڅ کاناډا ته تللې وه او هلته یې پناه اخیستې وه.

د مظاهره کوونکو په وینا، که له یو چا سره د پناه غوښتونکو په کیمپ (د کډوالو پنډغالي) کې دغه ډول چلند وشي نو د ا د هغه ریاست او اقوام متحده لپاره خپله یو سوالیه نشان دی.

دوی وویل، له کډوالو سره د دې ډول چلند له وجې ملګري ملتونه په نړۍ کې خپل اهمیت له لاسه ورکوي.

د مظاهرې ویناوالو د کاناډا له حکومته غوښتنه وکړه چې د کریمې بلوڅ د وژني په اړه دې بې پلوه پلټنې وکړي او هغه رپورټ دي و ولس ته ښکاره کړي.

دوی همداراز، د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې هغه دې په نړۍ کې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي او د کریمې بلوڅ قاتلان دې نه یوازې ونیول شي بلکې نړۍ ته دې یې وښيي چې کریمه بلوڅ په کوم "جرم وژل شوې ده."

د پاکستان حکومت د بلوڅې د مړینې په او د مظاهره کوونکو د غوښتنې په غبرګون څه نه دي ویلي.

د بښني نړیوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېشن او پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوڅانو د حقونو فعالې کریمې بلوڅ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې.

کریمه بلوڅ د بلوڅ زده کوونکو د سازمان پخوانۍ مشره وه او په ۲۰۱۵ز کال کې له بلوچستانه کاناډا ته تر هغه وروسته کډه شوه چې په ادعا یې د مرګ ګواښونه ورته کېدل.

دا دویم بلوڅ تن دی چې په جلاوطنۍ کې تر ورکېدو وروسته یې مړی موندل کېږي. سږ کال په مارچ کې بلوڅ خبریال ساجد حسین هم په سویډن کې ورک شوی وو او وروسته یې مړی موندل شوی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG