په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له وجې نور ۵۵ کسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېر نهه زره نهه سوه نهه ویشت (۹۹۲۹) ته ورسېد.
د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې په وینا، په تېر شواروز کې په پاکستان کې د کورونا وايرس نور نولس سوه څلور اویا (۱۹۷۴) مثبت کيسونه ثبت شوي.
په هېواد کې تر نن سهاره( د ډېسېمبر ۲۸مه) پورې د کورونا وايرس مثبتو کيسونو شمېر ۴۷۳۳۰۹ تنو ته رسېدلي دی خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کوويډ۱۹ ناورغۍ څخه نور ۱۷۶۰ کسان رغېدلي هم دي.